په ایران کې په کرونا نور ۳۲۲ککړ کسان قرباني شول
د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس کرونا ویروس تر دې دمه په نړۍ کې څه دپاسه یو سل څلور نوي میلیون کسان ککړ کړي او څه دپاسه څلور میلیون او یو لک اوه ا ویا زره ککړو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائی چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئیل په تیر شواروزو کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ نور درې سوه دوویشت ککړ کسان قرباني شوي ، چې له دوي سره په ایران کې تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر نهه اتیا زره یو سل دوویشت تنو ته زیات شوی دی .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په د رست ایران کې په کرونا ویروس نور یو دیرش زره اته سوه څوارلس ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي کابو درې زره پنځه سوه پنځه شپیته کسان په روغتونونو کې بستري شوي او په ایران کې په ټول کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر هم درې میلیون اوه لکه درویشت زره دوه سوه پنځوسو تنو ته رسیدلی او همداراز په درملنې پسې تر دې دمه درې میلیون دوه لکه څلور اویا زره درې سوه پنځوس ککړ کسان هم ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
د ایران د روغتیائي چارو وزارت همدرااز په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ،د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس کرونا ویروس تر دې دمه په نړۍ کې څه دپاسه یو سل څلور نوي میلیون کسان ککړ کړي او څه دپاسه څلور میلیون او یو لک اوه ا ویا زره ککړو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .