Jul 27, 2021 04:27 Asia/Kabul
  • په جنیټک او د واکسن په برخه کښې د ایران او کیوبا ملګرتیا ډیره مهمه ده

د ایران خارجه وزیر د بایوټیکنالوجۍ، جنیټک او واکسن په برخو کښې د ایران او کیوبا ملګرتیا ډیره مهمه وبلله

د ایران خارجه وزیر د بایوټیکنالوجۍ، جنیټک او واکسن په برخو کښې د ایران او کیوبا ملګرتیا ډیره مهمه وبلله

محمد جواد ظریف پرون د کیوبا د فینلای واکسن د تولیدونکې موسسې د مشر ویسنته ورزبنکومو په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو دوستانه اړیکو ته په اشارې سره، د بایوټیکنالوجۍ او جنیټک انجنیئرنګ په تیره بیا د واکسن د تولیدولو په برخه کښې د ایران او کیوبا ملګرتیا ډیره مهمه وبلله.

د کیوبا د فنلای واکسن د تولید د موسسې مشر هم په دغه ملاقات کښې د کوویډ۱۹ د مخنیوي د واکسن د تولیدولو په لړ کښې د دواړو هیوادونو د واسکن جوړونکو موسسو د ملګرتیاؤ او د دغه واکسن د منفردو ځانګړتیاو په هکله وضاحتونه وکړل او د ایران د بهرنیو چارو له وزارت څخه یې د ګډ واکسن د تولیدولو په لړ کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د چټکې پرمخ بیونې لپاره قدرونه او مننه وکړه.

 

 

ټیګونه