په ایران کې  کرونا له  نورو ۳۵۷کسانو  ژوند واخست
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103544-په_ایران_کې_کرونا_له_نورو_۳۵۷کسانو_ژوند_واخست
تر دې دمه  کرونا ویروس په درستې نړۍ کې  کابو یو سل پنځه نوي میلیون او  درې لکه کسان ککړ کړي چې له دوي  کابو څلور میلیون او دوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2021 11:01 Asia/Kabul
  • په ایران کې  کرونا له  نورو ۳۵۷کسانو  ژوند واخست

تر دې دمه  کرونا ویروس په درستې نړۍ کې  کابو یو سل پنځه نوي میلیون او  درې لکه کسان ککړ کړي چې له دوي  کابو څلور میلیون او دوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ ،  د ایران د روغتیائي  چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ، په ایران کې په تیر شواروز کې په کرونا ککړ نور درې سوه اوه پنځوس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  چې له دوي سره  په ایران کې تر دې دمه  دکرونائي قربانیانو شمیر   نهه اتیا زره څلور سوه نهه اویا تنو ته زیات شوی دی .

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې همدرااز د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس کابو پنځه  دیرش زره  ککړ کسان پیژندل شوي چې  په  دوي سره په ایران کې د ککړو کسانو شمیر تر دې دمه  درې میلیون  اوه لکه اته پنځوس زره دوه سوه تنو ته زیات شوی  چې له دوي تر دې دمه  په درملنې پسې  درې  میلیون  دوه لکه  دوه نوي زره تنه ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

په راپور کې وئيل شوي دي ،  چې تر دې دمه  کرونا ویروس په درستې نړۍ کې  کابو یو سل پنځه نوي میلیون او  درې لکه کسان ککړ کړي چې له دوي  کابو څلور میلیون او دوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .