په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار اعلان شول
(last modified Fri, 30 Jul 2021 12:55:37 GMT )
Jul 30, 2021 17:25 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار اعلان شول

د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د ۲۷۰ نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله  د ۲۷۰ نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر ۹۰ زره ۳۴۴ تنو ته رسېدلےدے.

د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې ۲۴ زره ۷۱۵ نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې ۲ زره ۸۵۶ ترې په روغتونونو کښې داخل کړې شول او دې سره په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر  درې ميلينه ۸ لکه ۵۱ زره   ۱۶۲ تنو ته رسېدلے دے چې  تر اوسه ۳ ميلينه ۳ لکه ۴۸ زره  ۳۶۳  تنه ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د هېوادونو د سرکاري اعداد و شمار له مخې په ټوله دنيا کښې تر اوسه له ۱۹۷ ميلينو زيات کسان په کورونا وائرسو اخته شوي او له ۴ ميلينه ۲ لکه ۱۵ زره نه زيات کسان ترې مړۀ شوي دي.