د ایران ختیځي پولې په بشپړ ا منیت کې دي
سردار فدوي زیاته کړې ده ، د سپاه ،بسیج او وسلوال ځواک قوت دومره دی چې درسته نړۍ پوهیږي، هیڅوک د ایران داسلامی جمهوریت په امنیت کې تر ټولو وړوکی خار پار هم نشي رامینځةکولی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین امیر البحر علی فدوي پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل دایران پولې په بشبړ امنیت کې دي او تر دې دمه دهیواد په ختیځي پولو کې هیڅ مشکل مو نه دی درلودلی .
سردار فدوي زیاته کړې ده ، د سپاه ،بسیج او وسلوال ځواک قوت دومره دی چې درسته نړۍ پوهیږي، هیڅوک د ایران داسلامی جمهوریت په امنیت کې تر ټولو وړوکی خار پار هم نشي رامینځةکولی . سردار فدوي په وینا ،کله امریکایان دې نتیجې ته رسیدلی دي او پوهیږي ، چې په پوځي ډګر کې له اسلامی ایران سره هیڅکله هم بریالی نشي کیدلی او تل له ماتې سره مامخ کیږي ،نو نور هیوادونه هم په ټول کې خپل حساب کتاب هم سم ساتي .
د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین ددې خبرې په کولو سره چې داسلامی انقلاب معظم لارښود فرمائي ؛ کله چې څوکې ته ورسیږو ،نو دښمنیانې هم ختمیږي،ووئيل ؛ له دې پلوه ، په هغه اقتدار او توانمنیو سره چې شته دي،د پولو او په لا لوړو ټولګوکې هم بیاهیڅ مشکل نه رامینځةکیږي .