په ایران کې وحشي کروناویروس نور ۳۷۸کسان قرباني کړل
تردې دمه په ایران کې د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ ضد واکسن .کابو دیارلس میلیون پنځه لکه شپږ اتیا زره دوه سوه شپږ ډوزه خلکو ته پچکاري شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائی چارو وزارت نن یوې د اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،په تیرو شواروز کې په ایران کې کرونا وحشي ویروس نوره درې سوه اته اویا کسان قرباني کړي چې له دوي سره تر دې دمه په درست ایران کې دکرونائی قربانیانو شمیر یو نوي زره،اوه سوه پنځه اتیا تنو ته زیات شوی دی .
په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کورونا ویروس نور نهه دیرش زره نولس ککړ کسان پیژندل شوي چې په ټول کې په ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر درې میلیون نهه لکه نهه اویا زره اوه سوه دیرشو تنو ته زیات شوی دی . ددغه راپور په اساس درې میلون څلور لکه څلورویشت زره شپږ سوه پنځوس ککړ کسان هم په درملنو پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ، تردې دمه په ایران کې د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ ضد واکسن .کابو دیارلس میلیون پنځه لکه شپږ اتیا زره دوه سوه شپږ ډوزه خلکو ته پچکاري شوي دي .