د ایران اصولي سیاست د نړۍدمظلومانو دفاع او دهیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا ملاتړدی
د ایران داسلامی جمهوریت ددریځونو او ملاتړونو تل قدردان یوو او تیار یوو ، له تهران سره خپلې اړیکې او مناسبات لازیات پراخ کړو .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي نن په تهران کې د بوسنیا هرزیګوینیا له خارجه وزیر ې میرمن بیسرا تورکویچ سره په کتنې کې په دې په ټينګار سره چې د ایران د اسلامی جمهوریت اصولي سیاستونه ، د نړۍ دمظلومانو دفاع او دهیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ دی ،ووئیل ، دمونږ کړچار په درستو سیمو کې د امنیت او هوساینې ساتل دي .
ابراهیم ریسي د ایران او بوسنیا هرزیګوینیا مناسبات اوملګرتیاوې دوسته ، ریښه لرونکي او ژورې وبللې او وې وئيل ، د دواړو لورو ترمینځ د پراخو اقتصادي مبادلاتو اوتعامل زمینه شته ده چې باید دغه ظرفیّتونه وپيژندل او دخپلو ملتونو دګټو لپاره ئې فعال کړو .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئیل ، له بده مرغه نن سبا ډير هغه اقدامات چې په دنیا کې ترسره کیږي ،د انساني حقوقو په ضد دي او دا اقدامات زیاتره د هغو کسانو له خوا ترسره کیږي ،چې په ظاهره د بشری حقوقو مدعيان او بیرغوال دي . د بوسنیا هرزیګوینیا خارجه وزیرې میرمن بیسرا تورکویچ هم په دغې کتنې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په توګه دابراهیم ریسي ټاکل کیدا په باب هغه ته دمبارکۍ په وئیلو سره ووئیل ،د ایران داسلامی جمهوریت ددریځونو او ملاتړونو تل قدردان یوو او تیار یوو ، له تهران سره خپلې اړیکې او مناسبات لازیات پراخ کړو .
بوسنیا خارجه وزیرې دغه راز ووئیل ،بوسنیا ځان په نړیوال ډګر کې دایران د اسلامی جمهوریت تر څنګ اوملاتړی ګڼي .
میرمن تورکویچ د ایران د اسلامی جمهوریت دولسمشر دلوړې په دستورو کې دګډون لپاره تهران ته راغلې ده .