خارجي هیوادونه باید زر له سوریې ولاړ شي
زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل پردې ځواکونه باید زر تر زره له سوریې ووځي .
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د سوریې د پارلمان له مشر حموده صباغ سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې سوریه له انقلابي حکومت او استقامت او مقاومت لرونکو خلکو برخوره ده وویل د سوریې خلکو او حکومت په اتلواله توګه د لویدیځو هیوادونو او د اسرائیلو د ترهګرۍ په مقابل کښې مقاومت کړی او بریالیتوب ته رسیدلي دي .
د ایران ولسمشر د سوریې د بیارغونې لپاره د پلانونې په هکه وویل پردې ځواکونه باید زر تر زره له سوریې ووځي چې د دغه هیواد ملت وکولای شي په قوت او چټکۍ سره د بیارغونې بهیر پیل کاندي .
د سوریې د پارلمان مشر حموده صباغ هم د خپل هیواد د ولسمشر بشار اسد د توده سلام او د صمیمانه مبارکۍ د پیغام په رسولو سره وویل د سوریې خلک او حکومت به د ایران د خلکو ملاتړونه هیڅکله هیر نکړي او د حاج قاسم سلیماني یاد به د سوریې د خلکو په وجدان او ضمیر کښې تل ژوندی وی .