خارجي هیوادونه باید زر له سوریې ولاړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103852-خارجي_هیوادونه_باید_زر_له_سوریې_ولاړ_شي
زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل پردې ځواکونه باید زر تر زره له سوریې ووځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2021 23:33 Asia/Kabul
  • خارجي هیوادونه باید زر له سوریې ولاړ شي

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل پردې ځواکونه باید زر تر زره له سوریې ووځي .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي  پرون د سوریې د پارلمان له مشر حموده صباغ سره  په  کتنې کښې په دې خبرې سره چې سوریه له انقلابي حکومت او استقامت او مقاومت لرونکو خلکو برخوره ده وویل د سوریې خلکو او  حکومت په اتلواله توګه د لویدیځو هیوادونو او د اسرائیلو د ترهګرۍ په مقابل کښې مقاومت کړی او بریالیتوب ته رسیدلي دي .

د ایران ولسمشر د سوریې د بیارغونې لپاره د پلانونې په هکه وویل پردې ځواکونه باید زر تر زره له سوریې ووځي چې د دغه هیواد ملت وکولای شي په قوت او چټکۍ سره د بیارغونې بهیر پیل کاندي .

د سوریې د پارلمان مشر حموده صباغ هم د خپل هیواد د ولسمشر بشار اسد   د توده سلام او د صمیمانه مبارکۍ د پیغام په رسولو سره وویل د سوریې خلک او حکومت به د ایران د خلکو ملاتړونه هیڅکله هیر نکړي او د حاج قاسم سلیماني یاد به د سوریې د خلکو په وجدان او ضمیر کښې تل ژوندی وی .