سیستان وبلوچستان کښې د ایران او افغانستان سرحد بند شو
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د سیستان و بلوچستان د والي د پولیسو او د امنیتي چارو مرستیال «محمد هادي مرعشي» وویل له سیستان و بلوچستان ولایت سره په سرحد کښې د نیمروز ولایت زرنج ښار ته د افغانستان د جنګونو د غځیدا په دلیل په میلک سیستان محدودې کښې د ایران او د افغانستان سرحد وتړل شو .
هغه وویل د افغانستان د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار وړمه شپه د نسکوریدا په درشل کښې ورغی په دې ډول چې زیاتې برخې یې طالبانو نیولي دي خو د حکومتي عسکرو په رسیدا سره طالبانو شاتګ کړی دی .
د ایران د سیستان و بلوچستان د والي د پولیسو او د امنیتي چارو مرستیال محمد هادي مرعشي په دې خبرې سره چې همدا اوس په سرحد کښې امنیت ټینګ دی وویل د ملي ګټو د ساتلو لپاره د ایران پوځیان ، سرحد ساتونکي او پولیس ځواکونه کامل په سرحد او پل ابریشم کښې دیره دي او احتمالي خوځښتونه څاري