حزب الله د مقاومت په سترې او بریالۍ بیلګې بدل شوی
(last modified Sat, 07 Aug 2021 01:19:41 GMT )
Aug 07, 2021 05:49 Asia/Kabul
  • حزب الله د مقاومت په سترې او بریالۍ بیلګې بدل شوی

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې د استکبار په مقابل کښې د لبنان د حزب الله غورځنګ د مقاومت او د دریدا بیلګه نن سبا په بریالي او پراخ بنسټه بیلګې بدله شوي ده وویل حزب الله توانیدلی دی د صهیونیسټ دښمن ، تکفیري ډلو او په کلي توګه د ښکاره او د پټو فتنو په وړاندې اغیزشیندونکي دفاع نندرې ته وړاندې کړي .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون مازیګر په تهران کښې د لبنان د حزب الله د مشر له مرستیال شیخ نعیم قاسم سره په کتنې کښې وویل  هغه هیله چې حزب الله اغیز شیندونکي غورځنګ د مقاومت لپاره د ملتونو په زړونو کښې رامینځته کړه سبب شوي ده دښمن هڅه وکړي په هره ممکنه بڼه د دغه اغیز شیندونکي بیلګې د پراخیدا مخه ونیسي نو ځکه خو د مقاومت د بهیر د رسنیو لپاره د محدودیت رامینځته کول او د هغوې تړل په همدې لړ کښې ترسره کیږي .

شیخ نعیم قاسم هم ډاګینه کړه یوازنی ډله چې توانیدلي ده په لبنان کښې د صهیونیسټ دښمن د دسیسو او د تیریو په مقابل کښې له خلکو سره خپل اتحاد او پیوستون وساتي د لبنان حزب الله غورځنګ دی .