اسلامي ایران له افغانستان سره هراړخیزه ملګرتیا ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104066-اسلامي_ایران_له_افغانستان_سره_هراړخیزه_ملګرتیا_ته_تیار_دی
تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په کتنې کښې ټینګار وکړ تهران له کابل سره ملګرتیا ته چمتو دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2021 07:40 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران له افغانستان سره هراړخیزه ملګرتیا ته تیار دی

تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په کتنې کښې ټینګار وکړ تهران له کابل سره ملګرتیا ته چمتو دی .

د افغانستان او د ایران دغو دوو (۲) چارواکو  د افغانستان په امنیي حالت د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کښې له کابل سره د هراړخیزه ملګرتیا لپاره د ایران د چمتووالي په هکله ډاډ ورکړ .

د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر په دغه کتنې کښې د هیواد د امنیتي حالاتو په هکله د خبرو په ترڅ کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا او د بشري حقوقو د شورا د غونډو د ترسره کولو لپاره د کابل وړاندیز ته په اشارې سره  د سولې د معنا لرونکو تاوتریخوالو د بندولو په ارتباط د سیمې او د دنیا په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت په رغنده رول ټینګار وکړ .

د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر دغه راز په خپل هیواد کښې د تاوتریخوالو د ختمولو او د سیاسي لارې د رامینځته کولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د وروستۍ غونډې نتیجې اهمیت لرونکي وبللې .

د ایران او د افغانستان دغو دوو (۲) چارواکو دغه راز د قطر د وارمخکې غونډې او د افغانستان د امنیتي حالت د مدیریت لپاره د سیمه ییزو ملګرتیاو د پیاوړتیا د لارو چارو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .