له کورونا سره مقابله د ایران لومړنۍ او سمدستي موضوع ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104128-له_کورونا_سره_مقابله_د_ایران_لومړنۍ_او_سمدستي_موضوع_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په ټیلي ويژني وینا کښې له کورونا ویروس سره مقابله د هیواد سمدستي او لومړنۍ موضوع وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2021 10:47 Asia/Kabul
  • له کورونا سره مقابله د ایران لومړنۍ او سمدستي موضوع ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په ټیلي ويژني وینا کښې له کورونا ویروس سره مقابله د هیواد سمدستي او لومړنۍ موضوع وبلله .

هغه حضرت نن د کورونا  ناروغۍ د طغیان او حالت په هکله په ټيلي ويژن باندې وینا کښې د دغه ویروس د څیرې او شکل له بدلولو سره د مقابلې ضرورت د نویو او د محکمو دفاعي رودو او چمتووالي کارول وبلل او ویې ویل په یوه(۱) ورځ کښې د څه د پاسه پینځه سوه (۵۰۰) کسانو مړه کیدل او د هغوې د کورنیو غمجنیدل او دغه راز په دغه ویروس باندې د لسګونو زره کسانو ککړیدل او د هغوې درملنه حقیقتا ډیره دردونکي ده او د هر مسلمان او د  هر هیواد وال  زړه له دغه پیښې دردیږي  پر دې اساس له دغه حالت سره د مقابلې لپاره یوشمیر دندې لرو .

د ایران د  اسلامي انقلاب ستر لارښود د کورونا ویروس په هکله د فیصلو او د وړاندیزونو د راغونډولو لپاره د ولسمشر رئیسي د یوې (۱) اونۍ الټي میټم ښه کار وباله او زیاته یې کړه په ټاکلي وخت کښې د دغه کار ځواب په دقت سره وسنجول شي او د هر ضروري اقدام لپاره په پریکندوالي سره فیصله وشي او ورباندې عمل شي .

هغه حضرت دغه راز د درملنې د کادر سخت ستړي کیدل او هغوې ته رسیدلي جسمي او روحي دباونه ستره اندیښنه وبلله او زیاته یې کړه د زړه له کومې له ډاکټرانو ، نرسانو او د درملنې له کادر څخه چې واقعا د جهاد په حال کښې دي مننه کوو که څه اصلي تشکر له علیم او شاکر خدای څخه کوو .

حضرت ایت الله خامنه اي د ناروغیو د ازموینو د چارو د پراخولو پرضرورت ټینګار سره وویل د ناروغۍ په لومړیو کښې د عمومي ناروغیو ازموینې دود شوې چې ښه کار و خو د روغتیا شبکه او وزارت باید د بسیج په مرستې سره دغه کار ترسره کړي .

هغه حضرت د کورونا ویروس د تشخیص د ازموینو زیاتو درنو لګښتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ حکومت او د  بیمې شرکتونه مرسته وکړي چې ناروغیانې او د ناروغیو د تشخیص ازموینې په مفت او پراخ ډول د ټولو خلکو په اختیار کښې ورکړل شي .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود  حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي حکومتي چارواکو ته په بلې سپارښتنې کښې د کورونا  واکسین په پراخ ډول د تامینیدا په مسلې ټینګار وکړ او ویې ویل له نیکه مرغه په ایران کښې د کورونا د واکسین په جوړیدا سره له خارجي هیوادونو د واکسین د اخیستلو لاره هم هواره شوه په داسې حال کښې چې له دې مخکې د کورونا واکسین د اخیستلو لپاره د پیسو له ورکولو سره سره خارجي هیوادونو ایران ته دغه واکسین نه ورکول .

هغه ټینګار وکړ د کورونا واکسین که هغه له خارج څخه وارد شوي وي او که په ایران کښې جوړ شوي وي باید په دوه چنده هڅې او په هره ممکنه بڼه تامین شي او ټولو خلکو ته ورکړل شي .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له کورونا ویروس سره د مقابلې په لومړیو میاشتو کښې د وسله والو ځواکونو قوي او جدي شتون ته په اشارې سره وویل وسله وال ځواکونه اوس هم بوخت دي خو باید په ټول توان سره د خلکو مرسته وکړو .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په بله برخه کښې خلکو ته په وینا کښې ځینې مشکلات د روغتیايي سپارښتنو د نه رعایتولو له کبله وبلل او زیاته یې کړه زمونږ ګرانو هیواد وال   د لومړیو میاشتو په حساسیت سره روغتیايي چارې په کامل ډول رعایت کړي چې خپل او د نورو خلکو ژوند او سلامتیا په خطر کښې ونه لویږي .

حضرت ایت الله خامنه اي په بلې سپارښتنې کښې د حضرت سید الشهدا علیه السلام د ماتم مجلسونه  د برکت او د الهي رحمت د جلبیدا سرچینه وبلل او زیاته یې کړه ایران او ملت دغو له برکت ډلو مجلسونو ته ضرورت لري خو د دستورو په ترسره کولو کښې باید طبي سپارښتنې په ډير دقت سره رعایت شي .

هغه حضرت د محرم د مراسمو ترسره کونکي او پکښې ګډون کونکي د ټولنیز واټن رعایتولو او د ضوابطو مراعتولو ته وربلل او ټینګار یې وکړ اجازه ورنکړو چې د حضرت امام حسین علیه اسلام د ماتم مراسم د کورونا ویروس د خپریدا او د مخالفانو او د دښمانانو د پیغور سبب وګرځي .