په ایران کې وحشي کرونائي ویروس نور 645کسان قربانی کړل
په درملنې پسې تر دې دمه درې میلیو او هلکه شپږ اتیا زره څلور سوه نوي کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .تر دې دمه په ایران کې شل میلیون څلور لکه یو اتیا زره دوه سوه پنځه شپیته ډوزه واکسن هم خلکو ته پچکاري شوي دي .
زمونږ خبریال راپورراکړ،د ایران د روغتیائي چارو زوارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،په تیر شواروز کې په ایران کې په کرونائی وحشي او منحوس ویروس ککړو نورو شپږسوه پنځه څلویښت کسانو ژوند له لاسه ورکړی ،له دوي سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر نهه نوي زره یو سل اته کسانو ته زیات شو .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي همداراز تر نن مازدیګر پورې د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس ،په درست ایران کې په کرونا نور پنځوس زره دوه سوه اته ویشت ککړ کسان هم پيژندل شوي چې له دوي سره په ټول کې په ایران کې د کرونائي ککړو کسانو شمیر هم څلور میلیون پنځه لکه اولس زره دوه سوه درې څلویښت تنو ته ورسید .
ددغه راپور په اساس،په درملنې پسې تر دې دمه درې میلیو او هلکه شپږ اتیا زره څلور سوه نوي کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .تر دې دمه په ایران کې شل میلیون څلور لکه یو اتیا زره دوه سوه پنځه شپیته ډوزه واکسن هم خلکو ته پچکاري شوي دي .