درست ایران د تاسوعای حسینی (ع) په مناسبت په ویرکې ډوب دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104446-درست_ایران_د_تاسوعای_حسینی_(ع)_په_مناسبت_په_ویرکې_ډوب_دې
د نړۍ د شعیانو د څلورم حضرت امام سجاد علیه سلام د حضرت ابوالفضل العباس د مقام په ستایلو کې فرمایی ، زما تره عباس حقیقتا ایثار ، جانبازی او خپل ځان له وروره قربان کړ تر دې چی لاسونه یې غوڅ شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2021 09:31 Asia/Kabul
  • درست ایران د تاسوعای حسینی (ع) په مناسبت په ویرکې ډوب دې

د نړۍ د شعیانو د څلورم حضرت امام سجاد علیه سلام د حضرت ابوالفضل العباس د مقام په ستایلو کې فرمایی ، زما تره عباس حقیقتا ایثار ، جانبازی او خپل ځان له وروره قربان کړ تر دې چی لاسونه یې غوڅ شول .

نن د شورو ورځ د ۱۴۴۳ قمری کال د محرم الحرام له نهمې نیټې سره سمون خوری .

په درست ایران کې حسینی ویرجن په تاسوعا او عاشورا ورځو د ویر او ماتم په ترسره کولو سره د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین ع او د هغه  حضرت د ګران ورور حضرت ابوالفضل العباس ع په شمول دهغه د  وفادارو یارانو د شهادت کلیزه لمانځی .

Image Caption

 

سږکال د کرونا ویروس د خپریدا په وجه په درست ایران کې په امام بارګاوو اوجوماتونو کې په پرانستی فضا کې او د روغتیایی پروټوکولونو په رعایتولو سره  خپلې دستورې ترسره کوی .

د نړۍ د شعیانو د څلورم حضرت امام سجاد علیه سلام  د حضرت ابوالفضل العباس د مقام په ستایلو کې فرمایی ، زما تره عباس حقیقتا ایثار ، جانبازی او خپل ځان له وروره قربان کړ تر دې چی لاسونه یې غوڅ شول .

نن همداراز د افغانستان ، پاکستان ، عراق  ، ترکیې  او نورو ډیرو هیوادونو په شمول  د تاسوعای حسینی درستورې ترسره شوې

Image Caption

 

.

د کربلا له غمجنې  پیښې او حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه د وفادارانو یارانو له شهادته  د پیړیو په تیریدا سره نه یوازې د دغې پیښې اهمیت او ځای ندې کم شوې بلکې هر څومره چی تیریږی د عاشورا پیغام له پراخیږی او د ویر او ماتم دستورې په ډیر درک او ولولې سره ترسره کیږی .

Image Caption

 

د حضرت امام حسین علیه سلام د غورځنګ درسونه د نړۍ او بشریت او درست خلقت د پراختیا په اندازه دي او هیڅکله نشی محدودیدلې .

Image Caption

 

د ایران د راډیو او ټیلی ویژن اداره د تاسوعای حسینی د رارسیدا په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .