په ایران کې وحشي کرونائي ویروس نور ۵۶۴ کسان قرباني کړل
(last modified Thu, 19 Aug 2021 11:12:00 GMT )
Aug 19, 2021 15:42 Asia/Kabul
  • په ایران کې وحشي کرونائي ویروس نور ۵۶۴ کسان قرباني کړل

 د اهم وئیل شوي چې  په  ایران کې تر دې دمه  کابو یویشت میلیون څلور لکه نوي زره اته سوه  ډوزه واکسن هم خلکو ته پچکاري شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د ورغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ، په تیرو شواروز کې په درست هیواد کې د کرونا وحشي ویروس باندې  ککړو نورو پنځه سوه څلور شپیته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له دوي سره  په درست ایران کې تر دې دمه دقربانیانو شمیر  یولک  دوه سوه پنځه پنځوس تنو ته زیات شوی دی .

په راپور کې وئيل شوي  په تیرو ۲۴ساعتونو کې د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس  په  هیواد کې په کروناویروس نور یو دیرش زره دوه سوه شپږ شپیته  ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي  سره په ایران کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر  څلور میلیون پنځه لکه اوه اتیا زره شپږ سوه درې اتیا تنو ته رسیدلی دی او دغه راز  په درملنې  پسې تر دې دمه درې میلیون  اته لکه څلويښت زره  پنځه سوه شپیته کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 د اهم وئیل شوي چې  په  ایران کې تر دې دمه  کابو یویشت میلیون څلور لکه نوي زره اته سوه  ډوزه واکسن هم خلکو ته پچکاري شوي دي .

 

ټیګونه