اسلامي ایران د پاکستان په حسیني ماتمیانو برید وغاند
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د پاکستان د پنجاب صوبې په بهاولنګر سیمه کښې د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ په دستورو باندې د ترهګرو وحشیانه حمله په کلکه وغندله .
خطیب زاده د دغه ترهګرې حملې د غندلو په ترڅ کښې د دغه جنایت د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده له دغو غیر انساني او ترهګرو اقداماتو سره د مبارزې پرضرورت باندې ټینګار سره د دا ډول ټروریسټي اقداماتو له مالي ملاتړو ، حمایت کونکو ، منظمونکو او ترسره کونکو سره د پرله پسې مبارزې لپاره د سیمې د ټولو هیوادونو د ملګرتیا غوښتنه وکړه .
پرون ترهګرو د پاکستان د پنجاب صوبې په بهاولنګر سیمه کښې په حسیني ماتمیانو د څو لاسي بمونو برید وکړ چې له کبله یې تراوسه درې (۳) حسیني ماتمیان شهیدان او پنځوس (۵۰)نور ژوبل شوي چې څو پکې مرګي حاله دي .
په پاکستان کښې له ترهګرو ډلوسره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، امریکا ، بریتانیا ، بحرین او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .