اسلامي ایران د پاکستان په حسیني ماتمیانو برید وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104522-اسلامي_ایران_د_پاکستان_په_حسیني_ماتمیانو_برید_وغاند
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د پاکستان د پنجاب صوبې په بهاولنګر سیمه کښې د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ په دستورو باندې د ترهګرو وحشیانه حمله په کلکه وغندله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2021 08:32 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د پاکستان په حسیني ماتمیانو برید وغاند

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د پاکستان د پنجاب صوبې په بهاولنګر سیمه کښې د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ په دستورو باندې د ترهګرو وحشیانه حمله په کلکه وغندله .

خطیب زاده د دغه ترهګرې حملې د غندلو په ترڅ کښې د دغه جنایت د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده له   دغو غیر انساني او ترهګرو اقداماتو سره د مبارزې پرضرورت باندې ټینګار سره د دا ډول ټروریسټي اقداماتو له مالي ملاتړو ، حمایت کونکو ، منظمونکو او ترسره کونکو سره د پرله پسې مبارزې لپاره د سیمې د ټولو هیوادونو د ملګرتیا غوښتنه وکړه .

پرون ترهګرو د پاکستان د پنجاب صوبې په بهاولنګر سیمه کښې په حسیني ماتمیانو د څو لاسي بمونو برید وکړ  چې له کبله یې تراوسه درې (۳) حسیني ماتمیان شهیدان او پنځوس (۵۰)نور ژوبل شوي چې څو پکې مرګي حاله دي .

په پاکستان کښې له ترهګرو ډلوسره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، امریکا ، بریتانیا ، بحرین او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .