د ایران اوکابل ورځپاڼې
په تیرو شلو کلونو کښې په افغانستان د امریکايي ترهه ګروپوځیانو د یرغل په وختونو کښې او د جنګ او نښتو د دوام له امله د دغه هیواد ډیر تاریخي او لرغوني آثار او بیخ بیناوې له مینځه تللې دي.
اطلاعات
د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم ریسی په اسلامی شورا کې د وړاندیزی وزیرانو د صلاحیت د جاجولو په غونډه کې وویل د حکومت پروګرامونه به د پرمختګ او عدالت ټینګولو سبب شی .
د ملګرو ملتو سرمنشی له طالبانو سره د خبرو لپاره چمتووالې اعلان کړ .
ایران او پاکستان د سیمې د امنیت د تامینولو پیاوړی لاسونه دي . ورځپاڼه په دې زمینه کې لیکی د اسلامی ایران د پوځ د سمندری ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایرانی د پاکستان د پوځ د سمندری ځواک له قوماندان ایډمرل محمد امجدخان نیازی سره په کتنه کې د هرکلی او درناوی په ترڅ کې زیاته کړه پاکستان تل په سمندری حوزه کې بشپړه پیاوړې او غږمله شتون درلودلی دې .
هغه د دې خبرې په کولو سره چی په سمندری حوزه کې به د دواړو هیوادونو زاړې اړیکی په پریکنده توګه په تاریخ کې ثبت شی ، په دوام کې وویل تمه ده چی پاکستان هماغه اغیزمن او غوړیدونکی تاریخی لارې ته دوام ورکړی او د خپلو ګاونډیو مسلمانو او تاریخی او کلتوری ګډو لرونکیو هیوادونو سره د خپلو اړیکو ونډه زیاته کړی . امیرالبحر ایرانی د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی ایران مهمه سټراټیجۍ د دفاعی دیپلوماسۍ په اساس د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا دی ، وویل پاکستان د لومړنی مسلمان هیواد په توګه چی توانیدلې دې ایټمی قدرت ترلاسه کړی ، د اسلامی هیوادونو ترمینځ ځانګړې ځای لری .
روسیه وایی دبرجام خبرې اترې ډیر ژر له سره پیلیږی .
د سوریې خارجه وزارت د ملګروملتونو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې په خپله خاوره د صهیونیسټ رژیم حملې وغندلې . د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټ رژیم د حملې په غندلو سره وویل د دغو بریدونو هدف د ترهګرو د روحیې لوړول دي .
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د ایران د ولسمشر سید ابراهیم ریسی د وړاندیزی وزیرانو د جاجولو په غوڼده کې دغې خبرې ته انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دي ، غواړم په هغو ژمنو عمل وکړم چی له خلکو سره مې کړی دي ، پارلیمان له حکومت سره مرسته وکړی .
د لبنان د حزب ا... عمومی منشی صیهونیسټ رژیم ته په خطاب کې وویل ایرانی کشتیانې د لبنان د خاورې برخه دي څوک تیروتنه ونکړی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده ویلی دي ، امریکا بایکاټونه لغوه کړی څو د ژمنو کمول پریږدو .
یونیسکو د افغانستان د لرغونو آثارو د ساتنې غوښتنه وکړه . ورځپاڼه په دې زمینه کې لیکی چی د ملګرو ملتو تعلیمي، علمي او کلتوري څانګې یونیسکوپه افغانستان کښې د لرغونو آثارو د ساتل کیدو غوښتنه وکړه
د یونیسکو منشی میرمن آدري آزولای وویل چې د افغانستان د ارزښتناک کلتوري میراث د ساتنې پوره پوره کوشش کوي. هغې هم داشان له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان د میوزیمونو او په کښې د موجودو شیانو د امنیت ضمانت ورکړي .افغانستان بډایه کلتوري مخینه او میراث او هم داشان د یونیسکو د نړیوال میراث په لسټ کښې ثبت شوي آثار او ځایونه لري چې له هغو نه د بامیان درې او په کښې د موجودو بقایاؤ، په کابل کښې د ملي لرغون کوټ او د هرات د پخواني ښار نومونه اخیستې شو.
په تیرو شلو کلونو کښې په افغانستان د امریکايي ترهه ګروپوځیانو د یرغل په وختونو کښې او د جنګ او نښتو د دوام له امله د دغه هیواد ډیر تاریخي او لرغوني آثار او بیخ بیناوې له مینځه تللې دي.
اوس د افغانستان ځینې ورځپاڼې
یادونه کوو چی مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او محتوا په اړه یې مسولیت نه منو .
ویسا ورځپانه
دتحریک طالبان پاکستان مشروایی اوس د پاکستان وار دی
د پاکستاني طالبانو (TTP) یو مشر مولوي فقیر محمد چې تازه افغانستان کې له بند څخه ازاد شوی, په افغانستان کې د طالبانو پر بریالي کېدو خوښي څرګنده کړې ده. فقیر محمد له زندانه تر خوشې کېدو وروسته خپلو پلویانو ته لومړنۍ وینا کې ویلي، دا انصاف نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د رامنځته شوي شرعي نظام پلوي کوي خو په پاکستان کې دې نامسلمانه رژیم حاکم وي. هغه خپلو وسله والو ته ویلي، اوس وخت دی چې په پاکستان کې د کفري نظام د بدلون لپاره خپل ټول قوت وکاروي. د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د دغه تحریک یو بل مشر له سي ان ان سره په مرکه کې د پاکستاني ادارو پر ضد د جګړې خبرداری ورکړی و او زیاته کړې یې وه چې د پښتنو د خاورې تر ازادۍ پورې به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.
پر طالبانو د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالو فشارونه په زیاتېدو دي
په داسې حال کې چې طالبانو د کابل له نیولو یوه اوونۍ وروسته د نوي حکومت د جوړولو لپاره هڅې تیزې کړې، پر دې ډلې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالو فشارونه هم مخ په زیاتېدو دي.
د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین وایي، اروپایي ټولنه په اوس وخت کې نه طالبانو سره په سیاسي خبرو کې ښکېله ده او نه هم دا ډله په رسمیت پېژني، خو د طالبانو کړه وړه له نژدې څاري.
فون دیرلان د هسپانیا په پلازمېنه مادرېد کې د هسپانیا له صدراعظم سره پرون په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، موږ د طالبانو له لوري اورو چې وایي، د یوه داسې حکومت پر جوړولو کار کوي چې د ټولنې ټول اړخونه په کې وي، موږ له دوی اورو چې وایي، ښځې به په ټولنه کې خپل ځای ولري او د اسلامي اصولو په رڼا کې به د زده کړې او کار کولو حق ولري، خو طالبان باید دا هر څه په عمل کې ثابت کړي.
نوموړې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د یو ملیارډ ایرو مرسته هم په دې هېواد کې د ښځواو نورو اقلیتونو د حقونو په خوندي کولو پورې وتړله: "یو میلیارډ ایرو مرسته چې اروپایي ټولنې د راتلونکو اوو کلونو لپاره له افغانستان سره پراختیايي چارو ته ځانګړې کړې، له سختو شرطونو سره تړلې، د بشري حقونو درناوی، له اقلیتونو سره ښه چلند او د نورو ترڅنګ د ښځو او نجونو د بشري حقونو درناوی."
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد وایي، د نوي حکومت د جوړولو لپاره خبرې روانې دي او دوی هڅه کوي چې یوې ښې سیاسي حل لارې ته ورسېږي.
ښاغلي مجاهد پرون وویل چې حکومت به ژر اعلان شي، خو دقیقه نیټه یې ونه ښوده: "سیاسي مسایل د دې سب شوي چې نوی حکومت تراوسه اعلان نه شي. خو موږ جدې هڅې کوو چې هغه کارونه چې په مخ کې مو دي، حل شي او موږ دې ته ورسېږو چې حکومت او یوه ښه سیاسي حل لاره اعلان کړو."
د طالبانو له خوا د نوي حکومت د جوړولو د هڅو په ترڅ کې پرون د دې ډلې د مرستیال او د قطر د دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته ورسېد.
طالبان وایي چې ملابرادر به په کابل کې له یو شمېر افغان سیاتوالو سره د راتلونکې نظام د جوړلو په اړه سلاومشورې وکړي.
د طالبانو یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي چې نوی نظام به د لویدیځې ډموکراسۍ په څېر یو نظام نه وي خو د ټولنې د ټولو اړخونو حقونه به په کې خوندي وي.
پر طالبانو د منلو وړ یوه حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالو فشارونو په ترڅ کې تېره ورځ د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم خبرداری ورکړ چې که هر حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو په ګډون د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو ته شا کړي، نو د دې خطرشته چې په نړیواله سطحه منزوي شي.