تهران اواسلام اباد دافغانستان د کړکیچ په اواری کې مهم رول لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104782-تهران_اواسلام_اباد_دافغانستان_د_کړکیچ_په_اواری_کې_مهم_رول_لری
هغه زیاته کړه له نیکه مرغه پاکستان او ایران د افغانستان په اړه نږدې لیدتوګې او غږمله کړچار لری او تمه کیږی په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ګډې هلې ځلې دوام ولرلې شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2021 10:17 Asia/Kabul
  • تهران اواسلام اباد دافغانستان د کړکیچ په اواری کې مهم رول لری

هغه زیاته کړه له نیکه مرغه پاکستان او ایران د افغانستان په اړه نږدې لیدتوګې او غږمله کړچار لری او تمه کیږی په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ګډې هلې ځلې دوام ولرلې شی .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د جماعت اسلامی مشر سراج الحق  په اسلام اباد د ایران له سفیر سید محمد علی حسینی سره په کتنه کې د افغانستان په شمول په سیمه ایزو مسلو د غور لپاره  د دواړو هیوادونو د نږدې ملګرتیا په اهمیت ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه  له نیکه مرغه پاکستان او ایران د افغانستان په اړه نږدې لیدتوګې او غږمله کړچار لری او تمه کیږی په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ګډې هلې ځلې دوام ولرلې شی .

سراج الحق د اسلامی مذهبونو په تقریب کې د ایران د مهم رول په اعتراف سره زیاته کړه اسلامی ایران د اسلامی وحدت د پیاوړتیا ماموریت مشری کوی او مونږه په دغه رول لوبولو هیله من یو .

په پاکستان کې د ایران سفیر سید محمد علی حسینی په دغه کتنه کې سراج الحق ته  د ایران په کوربتوب د اسلامی وحدت په نړیوال کانفرنس کې د ګډون لپاره  بلنه ورکړه .