تهران اواسلام اباد دافغانستان د کړکیچ په اواری کې مهم رول لری
هغه زیاته کړه له نیکه مرغه پاکستان او ایران د افغانستان په اړه نږدې لیدتوګې او غږمله کړچار لری او تمه کیږی په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ګډې هلې ځلې دوام ولرلې شی .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د جماعت اسلامی مشر سراج الحق په اسلام اباد د ایران له سفیر سید محمد علی حسینی سره په کتنه کې د افغانستان په شمول په سیمه ایزو مسلو د غور لپاره د دواړو هیوادونو د نږدې ملګرتیا په اهمیت ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه له نیکه مرغه پاکستان او ایران د افغانستان په اړه نږدې لیدتوګې او غږمله کړچار لری او تمه کیږی په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ګډې هلې ځلې دوام ولرلې شی .
سراج الحق د اسلامی مذهبونو په تقریب کې د ایران د مهم رول په اعتراف سره زیاته کړه اسلامی ایران د اسلامی وحدت د پیاوړتیا ماموریت مشری کوی او مونږه په دغه رول لوبولو هیله من یو .
په پاکستان کې د ایران سفیر سید محمد علی حسینی په دغه کتنه کې سراج الحق ته د ایران په کوربتوب د اسلامی وحدت په نړیوال کانفرنس کې د ګډون لپاره بلنه ورکړه .