دایران او پاکستان د خبرو اترو چورلیز افغانستان
په افغانستان کې له سولې او ثبات ملاتړ او په دغه هیواد کې د ټولو ډلو او قومونو په شتون سره د پراخ بنسټه حکومت جوړیدا د ایران او پاکستان ګډ دریځونه دي .
د پاکستان خارجه وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر سره کتنه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو او همداراز د سیمې د مهمې مسلې په توګه د افغانستان د بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د زیارت په مازیګر په تهران کې له ابراهیم رییسی او د ایران له خارجه وزیر امیر عبداللهیان سره د افغانستان د بدلونونو په اړه سلاومشورې وکړې .
په افغانستان کې له سولې او ثبات ملاتړ او په دغه هیواد کې د ټولو ډلو او قومونو په شتون سره د پراخ بنسټه حکومت جوړیدا د ایران او پاکستان ګډ دریځونه دي .
په همدې چوکاټ کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسی د پاکستان له خارجه وزیر سره په کتنه کې له افغانستانه د امریکا وتل په افغانستان کښې د صلحې، امنیت او ثبات په لړ کښې د ټولو افغانستاني ډلو او قومونو د تعامل لپاره د بدلانه پيچومې وباله او ویې ویل بې شکه چې په افغانستان او سیمه کښې د امریکا شتون امنیت نه رامینځته کوي او د سیمې هیوادونه باید په خپلو کښې مرسته وکړي چې په افغانستان کښې مختلفې ډلې یو پراخ بنسټه او مشارکتي حکومت جوړ کړي.
ایران او پاکستان دسیمې د دو مهمو لوبغاړو او د افغانستان د ګاونډیانو په توګه د دغه هیواد د مسایلو په اواری کې مهم رول لری . دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی دغه اصل ته په پام سره په تهران کې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کې د افغانستان د شپږوګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې د ترسره کولو وړاندیز وکړ چی د ایران له هرکلی سره مخامخ شو .
په افغانستان کې د امریکایی عسکرو شل کلن شتون میراث او تجروبې وښودله چی د هیوادونو امنیت او ثبات له سیمې وراخوا بهرنیو هیوادونو سره په اړوندوالی سره نه تضمینیږی او هر ډول سوله او امنیت د سیمه ایز چورلیز په چوکاټ کې امکان لری .
په دې مینځ ومیان کې د ایران اسلامی جمهوریت له افغانستان سره د تمدنی ، ژبنی او کلتوری ګډولو په سبب تل د دغه هیواد مساییلو ته پام درلودلې دې او اوس هم په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړیدا د سیمې او د دغه هیواد د سولې او امنیت په ګټه بولی .
په همدې چوکاټ کې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د ایران له ولسمشر سره په کتنه کې په افغانستان کښې د پایدارسولې او ثبات لپاره د تهران او اسلام آباد د ملګرتیا او غږملتیا اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه ایزو بدلونونو کښې ستر رول لوبوي په دې وجه باوري یو چې په خپل مینځي ملګرتیا سره کولې شو په سیمې په تیره بیا افغانستان کښې د صلحې او ثبات په رامینځته کولو او پياوړې کولو کښې مثبتې او ګټه ورې همکارۍ ولرو.
د افغانستان د پلازمینې مابل د زیارت شپې چاودنو له مخکې زیات د ډیپلوماتیکو او سیاسی سلاومشورو لپاره سیمه ایزې اوداخلی هلې ځلې ضروری کړی دي .
د افغانستان له بیلا بیلو ډلو او قومونو سره د افغانستان د مهموګاونډیانو او لوبغاړو سلاومشورې او همداراز په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت ځای پر ځای کیدا د افغانستان د خلکو په ګټه د پایداره سولې او ثبات په سیوره کې په دغه هیواد کې د نوی سیاسی پړاو لرلید رامینځته کولې شی .