امریکا په شرمونکي ماتې سره له افغانستانه ووتله
د ایران د پوځ لوي درستیز همداراز ووئيل ، په مختلفو دلیلونو سره د اسلامی نظام لپاره ددفاعي قدرت پراختیا یوه قطعي او نه انکاریدونکي دنده ده . دفاع وزارت له راتلونکو جنګونو او نوی بدلونونو سره په متناسب کې دقدرت د تولید دنده په غاړه لري .
مهر خبری آژانس راپور ورکړی ، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز تورن جنرال محمد باقري د نوي دفاع وزیر امیر محمد رضا قرآئي آشتیاني د معارفې او دامیر حاتمي د تکریم په دستورو کې پخپلې وینا کې ووئیل ، دامریکا ترټولو وروستی جنایت د افغانستان هغه پيښې دي ، چې په څه دپاسه دوه زره میلیارډ ډالرو لګولو سره د افغانستان پوځ په یوه بې خاصیّته پوځ بدل کړ .
سردار باقري په لویدیځي آسیا سیمې باندې دامریکا په ډيرو لښکر کشیو او جنایتونو ته په اشارې سره زیاته کړې ، دسیمې په ځاي ځاي کې ئې ډیرې دسیسې له ورایه ښکاري او هماغه راز دوام لري او په دغه شان شرائطو کې ددفاعي توان او پرمختګ ساتل ، یوه ضروري چارده ده چې له ځاي او کارنده دفاعي توان پرته به تحقق ونه مومي .
سردار باقري د جنګونو بڼې بدلیدا ته په اشارې سره ووئيل ، اوسني او راتلونکي جنګونه له تیر وخت سره په شباهت کې څه ناڅه توپیر لري او هغه جنګ چې تیر کال په قره باغ کې رامینځةشو ، له تیرو جنګونو سره ئې هیڅ ورته والی نه درلود او په دغه جنګ کې له ماډرن ټيکنالوجیو استفاده وشوه.
د ایران د پوځ لوي درستیز همداراز ووئيل ، په مختلفو دلیلونو سره د اسلامی نظام لپاره ددفاعي قدرت پراختیا یوه قطعي او نه انکاریدونکي دنده ده . دفاع وزارت له راتلونکو جنګونو او نوی بدلونونو سره په متناسب کې دقدرت د تولید دنده په غاړه لري .
د ایران د ا سلامی جمهوریت د نوي دفاع وزیرامیر تورن جنرال آشتیاني د معرفۍ او د پخواني دفاع وزیر دتکریم دستورې نن د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ د لوي درستیز په شتون سره ترسره شوې .