ایران له ګاونډیانو سره مبادلات نوره هم زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105044-ایران_له_ګاونډیانو_سره_مبادلات_نوره_هم_زیاتوي
که  یوازې هغه ماشومان او ښځې  چې  په دغو کلونو کې په افغانستان کې  وژل شوي او یا ټپیان او پرکوَټ شوي دي ،توجه وکړو ، نو  وبه وینو چې  په دغه هیواد کې په خاموشه بڼه څه غمیزه  په رامینځةکیدا ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2021 11:02 Asia/Kabul
  • ایران له ګاونډیانو سره مبادلات نوره هم زیاتوي

که  یوازې هغه ماشومان او ښځې  چې  په دغو کلونو کې په افغانستان کې  وژل شوي او یا ټپیان او پرکوَټ شوي دي ،توجه وکړو ، نو  وبه وینو چې  په دغه هیواد کې په خاموشه بڼه څه غمیزه  په رامینځةکیدا ده .

زمونږخبریال راپور راکړ ،  دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن د حکومتي کابینې  په غونډې کې  له ګاونډیو هیوادونو سره د مبادلاتو  زیاتولو او د تعاملاتو د سوئې  لوړتیا ،  د دیارلسم حکومت  د لومړیتوب برخه وبلله .

ډاکټر ریئسي  زیاته کړې ده ،  د حکومت تر ټولو فعاله ډيپلوماسي باید  له ګاونډیانو سره ولرل شو او باید  له ګاونډیانو سره د اقتصادي ملګرتیا او تجارت  دزیاتولو لپاره  خپلې ټوله هڅې وکاروو، ځکه چې  ددغو مناسباتو د پیاوړتیا او له سیمه ایزو  مبادلاتو څخه د ایران د ونډې دزیاتیدا لپاره  هم مناسبې زمینې شته دي .

د اسلامی ایران ولسمشر  د افغانستان  وروستیو پیښو ته په  اشارې سره ووئیل،   هغه څه چې په تیرو  دوو لسیزو کې  په د غه هیواد کې  رامینځةشوي دي ، د اوسمهال  انسانانو د حقوقو د ښکاره خلاف ورزیو  او تیرو ښکاره  او جوتې نښې دي .

هغه همداراز ووئیل ، که  یوازې هغه ماشومان او ښځې  چې  په دغو کلونو کې په افغانستان کې  وژل شوي او یا ټپیان او پرکوَټ شوي دي ،توجه وکړو ، نو  وبه وینو چې  په دغه هیواد کې په خاموشه بڼه څه غمیزه  په رامینځةکیدا ده .

ابراهیم ریئسي  جوته کړې ،  په هیوادونو او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکایانو د شتون تجروبه  ددې ګواه ده چې  دغه شتون هیڅکله هم  امنیت رامینځةکونکی   نه دی ، بلکې  اپوټه  دامنیت ،ثبات او آرامښت ګډوډونکی هم دی .   هغه روښانه کړې ده ، ا مریکایانو  په دغه شان مخینې سره  او ددې په ځاي په داسې کړچار سره چې  دنړیوالو  د عمومي افکارو په محکمې کې  ځواب ووائي ، په مختلفو پلمو جوړونو سره ، د نورو هیوادونو  په ضد فضا جوړونو ته مخه  کوي .ابراهیم ریئسي  ټينګار کړی ، نن سبا امریکایان  دځينو مسئلو په پلمه کولو سره ،  د ایران په ضد فضا جوړونې کوي چې

 ځواب ئې موجود دی ، او  دلته له ملی رسندوئې  او مسئولو ا دارو  غواړم چې  ددغه شان تورونو  او پر نورو   تپلو ته دې په مناسب ډول سره ځواب  وړاندې کړي