قالیباف:د ایران اراده د افغانستان د خلکو غوښتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105232-قالیباف_د_ایران_اراده_د_افغانستان_د_خلکو_غوښتنه_ده
قالیباف زیاته کړه په امریکا د افغانستان د ځینو چارواکو باور چی فکر یې کاوه ، دغه هیوادلپاره به امنیت او پرمختګ ډالۍ کړي ، سټراټیجیکه تیروتنه وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2021 09:34 Asia/Kabul
  • قالیباف:د ایران اراده د افغانستان د خلکو غوښتنه ده

قالیباف زیاته کړه په امریکا د افغانستان د ځینو چارواکو باور چی فکر یې کاوه ، دغه هیوادلپاره به امنیت او پرمختګ ډالۍ کړي ، سټراټیجیکه تیروتنه وه .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د اسلامی شورا مشر ښاغلی محمد باقر قالیباف د افغانستان وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل د دنیا شناندی د امریکا شرمونکی تیښته د امریکا د نړیوال قدرت د ځوړتیا ښکاره سمبول په توګه تحلیلوی . نن د افغانستان د چارواکو او خلکو تجروبه د ټولو مخ ته ده .

قالیباف زیاته کړه په امریکا د افغانستان د ځینو چارواکو باور چی فکر یې کاوه ، دغه هیوادلپاره به امنیت او پرمختګ ډالۍ کړي ، سټراټیجیکه تیروتنه وه .

 له بلې خوا د اسلامي ایران ولسمشرهم مخکې ویلی وو په افغانستان کښې د خلکو په رایو سره جوړ شوی حکومت له ایران سره ښه اړیکه لرلی شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د ایران ولس ته په خپلې وړومبنۍ ټیلیویژني وینا کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران د خپلو ګاونډیانو امنیت د ځان امنیت ګڼي، څرګنده کړه: تراوسه مې د مختلفو هیوادونو سره مشرانو سره له پنځوسو زیاتې غونډې او تماسونه لرلي دي او په دغو خبرواترو کښې مې له هیوادونو سره په تعامل باندې ټینګار کړی دی.

ولسمشر آیت ا... سید ابراهیم رئیسي په ژوندۍ بڼه خپریدونکې دغه ټیلیویژني وینا کښې د افغانستان وروستیو بدلونونو ته اشاره وکړه او ويې ویل: د افغانستان حل لاره د خلکو په رایو سره د حکومت جوړیدل او په دغه هیواد کې د خلکو د ارادې واکمنیدل دي.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران تل د صلحې، کرارۍ او د افغانستان د ولس د ارادې او غوښتنې د واکمنیدو په تکل کښې پاتې شوی دی، زیاته کړه: په دغه هیواد کښې د خلکو په رایو سره جوړ شوی حکومت له ایران سره ښه اړیکه لرلی شي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک په تیرو کلونو کښې له ډیرو زیانونو سره مخامخ شوي دي، څرګنده کړه: د افغانستان مسئلې وښودله چې د امریکایانو شتون نه یوازې په هیڅ ځاې کښې امنیت نه رامینځته کوي بلکې د امنیت د لارې خنډ هم ګرځي.

آیت ا... رئیسي د ایټمي مذاکراتو په هکله هم وویل چې مذاکره او خبرې اترې د ډیپلماسۍ اوزار دي او ایران ترې ډډه نه کوي خو لویدیځ او امریکا له دباؤ سره د مل خبرواترو په لټه کښې دي.

هغه پّه دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په ایران باندې دباؤ اچولو هیڅکله ګټه نه ده کړې او لویدیځوالو دغه کار په ځلونو آزمایلی دی، څرګنده کړه: له دباؤ او ګواښ سره مل خبرې اترې نه منو او د ایران د حکومت د خبرواترو چورلیز د ایران د ولس ګټې او د بندیزونو بشپړ ختمیدل دي او له دې به یو قدم هم شاته نه شو.