د ایران او روسیې خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله د ټیلیفون له لارې صلاح مشورې وکړې
د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله د ټیلیفون له لارې صلاح مشورې وکړې
له حسین امیر عبداللهیان سره د سرګئي لاوروف د تیرې شپې په ټیلیفوني خبرو کښې په دوه اړخیزو اړیکو پورې اړوند موضوعات، د شنګهايي د غونډې ترڅنګ د دواړو هیوادونو ملاقات، د کرونا د کنټرولولو په لړ کښې د ملګرتیاؤ پياوړتیا، روسیې ته د تګ لپاره د سوداګرو او اقتصادي فعالانو ستونزې، د سیمې بدلونونه او په افغانستان پورې اړوند نوښتونه او هم داشان په ایټمي موافقې پورې اړونده موضوعات وڅیړل شول.
هغوي په افغانستان کښې د ټولو ډلو په ګډون سره د یو هراړخیز ملي حکومت د جوړیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
سرګئي لاوروف هم داشان وویل چې روسیه هم د ایران په شان په برجام (ایټمي موافقه) کښې هیڅ ډول بدلون نه مني او د ایټمي موافقې د بشپړې اجرا غوښتونکی دی.