د ایران وسله وال ځواکونه له لوړ چمتووالي برخمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105460-د_ایران_وسله_وال_ځواکونه_له_لوړ_چمتووالي_برخمن_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو ویاند سردار ابوالفضل شکارچي ټینګار وکړ د ایران وسله وال ځواکونه لوړ چمتووالی لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2021 07:24 Asia/Kabul
  • د ایران وسله وال ځواکونه له لوړ چمتووالي برخمن دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو ویاند سردار ابوالفضل شکارچي ټینګار وکړ د ایران وسله وال ځواکونه لوړ چمتووالی لري .

هغه له العالم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د ایران وسله وال ځواکونه د سیمې او د نړیوالو بدلونونو  لپاره ضروري چمتو والی لري .

د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند سردار ابوالفضل شکارچي د افغانستان د مسائیلو په هکله هم وویل په افغانستان کښې تر ټولو ستره پیښه د امریکا تښتیدل دي او په افغانستان کښې چې هر حکومت جوړ شي باید د ټولو خلکو ګټې په نظر کښې ولري او د هیواد لپاره امنیت برابر کړي .

هغه وویل د افغانستان نوی حکومت باید امریکا ته بیرته د ورتلو اجازه ورنکړي او باید د سیمې د هیوادونو په امنیت منفي اغیز ونه شیندي .

د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند سردار ابوالفضل شکارچي ډاګینه کړه امریکا له افغانستانه ونه وتله بلکې ماتي یې وخوړله او له افغانستانه وتښتیدله او زیاته یې کړه د امریکا  شتون هیڅکله امنیت نه راولي  بلکې  یوازې د سیمې د بې ثباتۍ او د ورانۍ سبب شوی دی چې تر ټولو ښه ثبوت یې د عراق او د افغانستان پیښې دي .

هغه وویل د سوریې او د عراق په رسمي غوښتنه مو دغو هیوادونو ته پوځي مشورې وکړي او مونږ په سیمه کښې د امنیت د رامینځته کولو هڅه کوي .

شکارچي وویل ایران د مظلومو ملتونو ملاتړ کوي خو دا ملاتړ د وسلو د استولو په معنا نه دی .