ایران اوIAEA په ایټمي زمینو کې ملګرتیاؤ ته دوام ورکوي
دواړو لورو د متقابل اعتماد او ملګرتیا روح او د دوام اهمیّت ئې او همداراز یوازې په تخنیکي او رغنده فضا کې د خپل مینځیو موضوعګانو باندې د غور ضرورت باندې بیا بیا ټينګار کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې دمشر او د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي مدیر له لیدو کاتو ورسوته یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ، اوپه مختلفو ایټمي زمینو کې ئې د ایران او آژانس دتخنیکي ملګرتیاؤ پر پراختیا ټينګار کړی دی .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،دواړو لورو د متقابل اعتماد او ملګرتیا روح او د دوام اهمیّت ئې او همداراز یوازې په تخنیکي او رغنده فضا کې د خپل مینځیو موضوعګانو باندې د غور ضرورت باندې بیا بیا ټينګار کړی دی .
همداراز په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ، دخپل مینځیو موجوده ملګرتیاؤ او تعاملاتو په چوکاټ کې لورو فیصله کړې ده ، چې په اړونده سویو متقابل لیده کاته دوام ومومي .
ددغې اعلامیې په اساس ، په همدې لړ کې د ایران د ایټمي انرژٌۍ د ادارې مشر او د ولسمشر مرستیال به له عمومی مدیر سره د آ ژانس د عمومي کنفرانس په څنډې کې لیدنه وکړي او عمومی مدیر به هم په نزدې راتلونکي کې تهران بیرته په سفر راشي څو په مختلفو حوزو کې د ایران او آژانس ترمینځ دملګرتیاؤ دپیاوړتیا په موخې سره او د متقابلو دلچسپۍ وړ اوسنیو موضوعګانو په باب بحث په لوړه سویه ترسره شي .
په دغې ګډې اعلامیې کې همداراز ټينګار شوی ، چې دآژانس پلټونکو ته اجازت ورکول کیږي ،څو د مشخصې څارنې د تخنیکي تجهیزاتو د سروس او د کیمرو د د کارډنو دنوي کولو په نسبت چې په ایران کې به په ګډمهر او لاک سره وستال شي ، اقدام وکړي او ددغه اقدام څرنګوالی او د ترسره کیدا وخت باندې دواړو لورو سره موافقه وکړه .