په اربعین کې د ایرانیو زیارتوالو شمیربه نوره هم زیات شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105576-په_اربعین_کې_د_ایرانیو_زیارتوالو_شمیربه_نوره_هم_زیات_شي
د تهران او بغداد ژور ارتباطات د دواړو هیوادونودحکومتونو او د دوو ملتونو له زړونو او باؤرونو څخه سرچینه اخلي ،د ایران او عراق اړیکې  په دوو هیوادونو نه ختمیږي ، دواړه هیوادونه په سیمې ، نړۍ  او په نړیوالو ارتباطاتو کې هم  ډيرې اغیزشیندونکي کیدلی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2021 12:03 Asia/Kabul
  • په اربعین کې د ایرانیو زیارتوالو شمیربه نوره هم زیات شي

د تهران او بغداد ژور ارتباطات د دواړو هیوادونودحکومتونو او د دوو ملتونو له زړونو او باؤرونو څخه سرچینه اخلي ،د ایران او عراق اړیکې  په دوو هیوادونو نه ختمیږي ، دواړه هیوادونه په سیمې ، نړۍ  او په نړیوالو ارتباطاتو کې هم  ډيرې اغیزشیندونکي کیدلی شي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د عراق له لومړي وزیر سره له خبرواترو وروسته  په خبري ناستې کې  ټينګار وکړ،د اربعین په دستورو کې دایرانیو زیارتوالو شمیر  زیاتیږي .

 راپور ښئ ابراهیم ریئسي په دغه خبري کنفرانس کې ووئیل،له ورور او دوست هیواد عراق سره د ایران مناسبات ډيرښه دي،چې دغه مناسبات په سیاسی،اقتصادي او کلتوري حوزو کې دي، البته  لازیاتې پراخیدلی شي .

 د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګارسره چې د ایران اوعراق اراده د دوواړخیزو اړیکو  پراختیا ده،زیاته کړې ده،دعراق لومړي وزیر ژمنه ورکړې چې د حسینی اربعین په دستورو کې د شتون لپاره د ایرانیو زیارتوالو شمیر زیات کړي .

 هغه ووئیل ،د دواړو هیوادونو د ویزو لغوه کیدا د ایران لپاره د عراق د لومړي وزیر ښه خبر ؤ .د ډاکټر ریئسي په وینا، دتهران او بغداد ژور ارتباطات د دواړو هیوادونودحکومتونو او د دوو ملتونو له زړونو او باؤرونو څخه سرچینه اخلي ،د ایران او عراق اړیکې  په دوو هیوادونو نه ختمیږي ، دواړه هیوادونه په سیمې ، نړۍ  او په نړیوالو ارتباطاتو کې هم  ډيرې اغیزشیندونکي کیدلی شي .

د ایران ولسمشر روښانه کړې ده ،د ایران او عراق اراده د ریلي کریډور او له بصرې سره د شلمچې ارتباط پراختیا ده چې د عراق د لومړي وزیر په حکم سره ټاکل شوې ده زرترزره ترسره شي .

 دعراق لومړي وزیر هم په دغه خبری کنفرانس کې ووئیل ، له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې د اسلامی ایران  مننه او ستاینه کوو.الکاظحي زیاته کړې ده،دعراق حکومت او ملت  په درستو چیلنجونو او مشکلاتو او مختلفو شرائطو کې د ایران  دملت او حکومت تر څنګ  دریږي.

 دعراق لومړي وزیر ووئیل د ایران  عراق ترمینځ  یو زر څلور سوه کلومیټر  مشترک سرحد موجود دی چې د دواړو هیوادونو د نزدیکت ښودنه کوي .  هغه وویل دوهم ځل دی چې  ایران ته راغلی یم چې  د دواړو هیوادونو د اړیکو اهمیّت نندارې ته وړاندې کوي .