امیر عبداللهیان په جرمني کې له یو شمېر ایراني فعالینو سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106148-امیر_عبداللهیان_په_جرمني_کې_له_یو_شمېر_ایراني_فعالینو_سره_وکتل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له نیویورک څخه د راستنېدو پر مهال په فرانکفورت کې د ایران په کنسولګرۍ کې د یو لندي مودې په پاته کېدو سره په جرمني کې له یو شمېر ایراني تاجرانو او ساینسپوهانو سره وکتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2021 03:02 Asia/Kabul
  • امیر عبداللهیان په جرمني کې له یو شمېر ایراني فعالینو سره وکتل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له نیویورک څخه د راستنېدو پر مهال په فرانکفورت کې د ایران په کنسولګرۍ کې د یو لندي مودې په پاته کېدو سره په جرمني کې له یو شمېر ایراني تاجرانو او ساینسپوهانو سره وکتل.

حسین امیر عبداللهان په دغه لیدنه کې د حسینی اربعین څخه په درنښت سره وویل چي له باطل سره د هغه بزرګوارانو مقابله د بشریت په تاریخ کې یو تر ټولو مهم پړاو و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چي د نړۍ په هر ګوټ کې میشت ایرانیان د هیواد لپاره مهم دي، هغوی په بهر کې هم په پوهنیز ډګر کې خپله وړتیا ښودلې ده.

امیر عبداللهیان د دې لیدنې په پای کې ټینګار وکړ چي له ګاونډیو او اسیایي هیوادونو سره ښې اړیکې د بهرنیو چارو د وزارت لپاره لومړيتوب لري او د ایران بهرني سیاست به په دغه دوره کې پایداره پاتي شي.