د امام حسین ع اربعین، اسلامي ایران په وېر او ماتم کې
د اربعین په ورځ کې اسلامي ایران د حضرت امام حسین ع او د هغه د یارانو د شهادت د څلوېښتمي په مناسبت په وېر او ماتم کې دی.
نن دوشنبه د صفر د میاشتې ۲۰ ده چي د کربلا په دښته کې د نړۍ د اهل تشیع د دریم امام حسین ع او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت څلوېښتمي سره سمون خوري.
په دغه ورځ کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه منجمله له ایران څخه په میلیونونو زیارت کوونکو د امام حسین ع د شهادت د څلوېښتمي په مراسم کې د ګډون لپاره کربلا ته ورځي.
حضرت امام حسین ع او د هغه یاران د ۶۱ هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه په کربلا کې په شهادت ورسېدل.
حضرت امام حسین ع د کربلا په پېښه کې له مکې څخه د کربلا پر لور د حرکت پر مهال او تر شهادت پوري په ښکاره سره ټینګار وکړ چي له دي پاڅون څخه زما مقصد د یزید د غیراسلامي حکومت اشوا کول او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر ځای کول او د ظلم او زیاتي په وړاندې درېدل دی او له قران شریف څخه د ملاتړ او د محمدي سوچه اسلام له ژوندي ساتلو پرته هیڅ هدف نه لرم.
د ایران ولس نن هم د تاسوعا او عاشورا په څېر د روغتیایي سپارښتنو په رعایتولو سره وېر او ماتم کوي.