پيمان جبلي د ایران د ریډیو او ټيلیویژن د ادارې مشر شو
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دغه حکم کې د خپل مسئولیّت په مودې کې د علی عسکري نه ستړیکیدونکي هڅې ستاینه او د پيمان جبلي لپاره دخداوندمتعال په درګاه دعا وکړه .
زمونږ خبریال د رهبرۍ د دفتر د سایټ له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په یوه حکم کې د ایران د ریډیو او ټيلیویژني چینل د بهرنیو خپرونو مرستیال پیمان جبلي د صدا او سیما دمشر په توګه منصوب کړ.
د حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دغه فرمان کې راغلی دي ، ملی رسندویه د عمومي معرفت او د پوهې د سوئې دلوړتیا لپاره یو پوهنتون ، د تحریف او فتنو له غلیمانه څپو سره دمقابلې لپاره یو مرکز او د ښکلا او هنر له ځلاګانو څخه د ټولو د زړه د کرارولو لپاره دخپرونې مرکز دی .
دوي فرمائيلي دي ، د اسلامی ـ ایراني د ژوند سټایل د د ودیدا ،د ملی او انقلابي هویّت احساس او د روحیې پیاوړتیا ،کلتوري لارښونه،او د ملي پيوستون زیاتیدا هغه لومړیتوبونه دي چې باید د شپې ورځې په هڅو سره او د له نوښته د استفادې او دپروګرامونو دښه والي د ودې او د انساني پانګې په لوړتیا سره ترلاسه شي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دغه حکم کې د خپل مسئولیّت په مودې کې د علی عسکري نه ستړیکیدونکي هڅې ستاینه او د پيمان جبلي لپاره دخداوندمتعال په درګاه دعا وکړه .