د ایران په پولې کې  دافغانانو هرډول مرستو ته تیار یوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106252-د_ایران_په_پولې_کې_دافغانانو_هرډول_مرستو_ته_تیار_یوو
 د ایران  د سرئې میاشتې  دټولنې مشر دغه راز ووئیل ،  په پولو کې  له معمول سره سم مراودات  اوس هم ترسره کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2021 09:21 Asia/Kabul
  • د ایران په پولې کې  دافغانانو هرډول مرستو ته تیار یوو

 د ایران  د سرئې میاشتې  دټولنې مشر دغه راز ووئیل ،  په پولو کې  له معمول سره سم مراودات  اوس هم ترسره کیږي .

 د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشرکریم همتي له ایسنا خبری آژانس سره په  خبرو کې  له ایران سره په ګډو پولو کې  د افغانستاني کډوالو لپاره د سرې میاشتې د خدماتو او اقداماتو په باب ووئیل،د هغو کډوالو په راتلو سره چې  له افغانستانه د ایران په لور راتلل ، د کورنیو چارو د وزارت له خوا  او د بحران دمدیریّت  ددرستو څانګو له خوا دغه تیاری شوی  او لازم تمهیدات غوره شول .

 د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر زیاته کړې ، دسرې میاشتې ټولنې  په  همدې لړ کې  پولې ته د  مرستندویه پیکیجونو زیات شمیر جوپې  او  دغه راز خیمې او روغتیائي   شیان لیږدولي دي .

 همتي همداراز ووئیل ، هغه کسان چې  پولې ته واریدیدل ،  هغه که پوځيان وو او یا غیر پوځیان   په هغو موقتي ځایونو کې چې  د ایران د سرې میاشتې  دټولنې له خوا برابر شوي وو،میلمه پالنه کیدله  او وروسته  د افغانستان په داخل کې د رسمي   اړونده  اورګانونو په مشورې سره  خپل هیواد ته بیرته ستانه شول .

 د ایران  د سرې میاشتې  دټولنې مشر دغه راز ووئیل ،  په پولو کې  له معمول سره سم مراودات  اوس هم ترسره کیږي .