په سیمه کې داسراییلومخرب شتون د زیاتې ناامنۍ سبب کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106356-په_سیمه_کې_داسراییلومخرب_شتون_د_زیاتې_ناامنۍ_سبب_کیږي
خطیب زاده بحرین ته د صیهونیسټ رژیم د خارجه وزیر یاییر لاپید د سفر په هکله له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو په څرګندولو کې د بحرین د واکوالانو د شرمونکی اقدام په یادولو سره د قدس له نیواکګررژیم چارواکی د دغه هیواد د واکوالانو حقیرانه هرکلې د بحرین د پتیالی او شریف ملت د رای او غوښتنې په خلاف وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2021 09:09 Asia/Kabul
  • په سیمه کې داسراییلومخرب شتون د زیاتې ناامنۍ سبب کیږي

خطیب زاده بحرین ته د صیهونیسټ رژیم د خارجه وزیر یاییر لاپید د سفر په هکله له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو په څرګندولو کې د بحرین د واکوالانو د شرمونکی اقدام په یادولو سره د قدس له نیواکګررژیم چارواکی د دغه هیواد د واکوالانو حقیرانه هرکلې د بحرین د پتیالی او شریف ملت د رای او غوښتنې په خلاف وباله .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی خطیب زاده په سیمه کې د اسراییلو د ویجاړونکی شتون د تثبیت لپاره هرډول زمینه جوړول د زیاتې ناامنۍ په لړ کې وباله او هغه یې وغنده .

خطیب زاده بحرین ته د صیهونیسټ رژیم د خارجه وزیر یاییر لاپید د سفر په هکله له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو په څرګندولو کې د بحرین د واکوالانو د شرمونکی اقدام په یادولو سره  د قدس له نیواکګررژیم چارواکی د دغه هیواد د واکوالانو حقیرانه هرکلې د بحرین د پتیالی او شریف ملت د رای او غوښتنې په خلاف وباله .

 له بلې خوا خطیب زاده د فرانسې له لومونډ ورځپاڼې سره په مرکه کښې ویلی دی  ایران د اټومي خبرو اترو د دوام په څرنګوالي باندې د غور کولو په حال کښې دی او دغه نتیجې ته رسیدلی دی چې دغه خبرې اترې په حتمي ډول ترسره کیږي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خطیب زاده وویل امریکا داسی لوري  ده  چې له اټومي تړون څخه وتلي ده ، یو اړخیزه بایکاټونه یې لګولي دي ، د ایران خلک یې کړولي دي او د ایران اقتصاد ته یې په میلیارډونو ډالره تاوانونه رسولي دي او واشنګټن  نه یوازې ایران بلکې هغو متحدانو ته چې غوښتل یې له ایران سره تجارت وکړي ګواښ کړی دی .

هغه وویل امریکا هماغه راز بایکاټونو ته د دباو د اړم او د اوزار په توګه ګوري .

د ایران د  خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د اروپايي هیوادونو لخوا ورکړل شوي ژمنې نه دي محققې شوي او بیا هم اروپايي هیوادونه په اټومي تړون کښې د ایران د ژمنو په کمیدا اندیښمن دي او تر ټولو کوچنۍ خبره چې کولی يې شو دا ده چې دغه شرایط که چیرې و نه وایو ظالمانه دي خو غیر منصفانه دي .

هغه وویل ایران په سوریې کښې دی د دې لپاره چې دغه هیواد د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل شوی و او د سوریې حکومت له ایرانه غوښتي وو چې سوريې ته ورشي هماغه ډول چې روسیه په سوریې کښې ده .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د افغانستان په راتلونکي کښې باید د خلکو غوښتنه او اراده محققه شي او ټول شموله حکومت چې د قومي او د نفوسو د جوړښت انعکاسونکی وي جوړ شي او دغه هیواد بیا د هیڅ هیواد اډه جوړه نشي .