امریکا باید د جدیت د ښودلو لپاره د ایران ډالر ورکړي
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان اټومي تړون ته په اشارې سره وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپل جدیت د ښودلو لپاره د ایران لس (۱۰) میلیارډه کنګل شوي ډالر ازاد کړي .
حسین امیر عبداللهیان د ایران له لومړي(۱) ټیلي ويژن چینل سره په مرکه کښې د نوي پلان په هکله چې لویدیځو هیوادونو د بې پلان(Plan -B) په توګه مطرح کړی دی وویل د خبرو په میز کښې د ایران لپاره مهمه ده چې دغه خبره معلومه کړي چې مقابل لوری په کوم نیت او کومې ارادې سره راځي نو ځکه ښه خبره دا ده چې لویدیځ هیوادونه د پلان د وړاندې کولو پرځاې له صداقت او رښتیاوالي څخه ډک اقدامات ترسره کړي چې ایران باور وکړي چې له اټومي تړون څخه ګټه پورته کوي .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د لویدیځو هیوادونو د دغو خبرو دننه یو(۱) ډول ګواښ هم شته وویل د ایران خلک د بي پلان(Plan-B) او د سي پلان(Plan-C) په شان له پلانونو مه ویروئ او که چیرې تاسو حقیقي نیت لرئ نو په خپل کړچار کښې یې وښیئ .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان لویدیځو هیوادونو ته په وینا کښې ټینګار وکړ تاسو تراوسه د یوه (۱) اجازه لیک یعني لایسنس په ورکولو کښې چې وکولای شي ځانګړي درمل ایران ته ورسي اراده او نیت نلرئ .
هغه وویل امریکا غواړي په هره بیه چې وي ایران ته ووايي چې اټومي فعالیتونه د اټومي تړون ټکي ته ورستانه کړي او دا په داسې حال کښې دي چې په خپله حاضره نه ده چې د ایران د ملت لس (۱۰) میلیارډه ډالره ازاد کړي .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د ایران اټومي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل ایران په اټومي پوهې کښې داسې مقام ته رسیدلی دی چې د خپلو درملو د ضرورتونو د تامینولو لپاره خلاص لاس لري او د اټومي ټیکنالوژۍ او د سوله ییزې پوهې په حوزې کښې هم د ویلو لپاره ډیر څه لري .