د اسلامی انقلاب ضد درستې ډلګۍ د مونږ په شیشت کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106528-د_اسلامی_انقلاب_ضد_درستې_ډلګۍ_د_مونږ_په_شیشت_کې_دي
خبرداری ورکوو چې  د اسلامی انقلاب ضده ډلګۍ هرچرته چې  د هیواد  دپولو په شاوخوا کې وي ،  او د   هغې سیمې حکومتونه دغو ډلګیو ته پناه ورکړي ، او دوي ته وسلې او امکانات ورکړي ، په دغو سیمو کې به د اسلامی انقلاب ضده ډلګو په ضد جدی چلند  وکړو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2021 08:42 Asia/Kabul
  • د اسلامی انقلاب ضد درستې ډلګۍ د مونږ په شیشت کې دي

خبرداری ورکوو چې  د اسلامی انقلاب ضده ډلګۍ هرچرته چې  د هیواد  دپولو په شاوخوا کې وي ،  او د   هغې سیمې حکومتونه دغو ډلګیو ته پناه ورکړي ، او دوي ته وسلې او امکانات ورکړي ، په دغو سیمو کې به د اسلامی انقلاب ضده ډلګو په ضد جدی چلند  وکړو .

د ایران د درستو قواؤ د ستر قوماندان  ځانګړي سلاکار سید یحیی رحیم صفوي  له دفاع پریس  خبری آژانس سره ددې خبرې په کولو سره چې  له پولو ورآخوا  داسلامی انقلاب ضد ډلګۍ  دمونږ په شیشت کې دي ، ووئیل ، دعراق کردستان  سیمې ادارې ته  مو وئیلي دي ، چې  هر هغه وسلواله انقلاب ضده ډلګۍ  چې وغواړي ، دایران پولې ناکرارې کړي ، باید  د دوي  تر ولکې لاندې سیمو کې  وجود ونه لرل شي .

د ایران د درستو قواؤ د ستر قوماندان  ځانګړی سلاکار  دعراق په شمال کردستان سیمې کې ددیره اسلامی انقلاب ضده  مورچلو او پټنځایونو په ضد د سپاه پاسدارانو  دمځکني ځواک دعملیاتو په باب  زیاته کړې ده ، دکردستان سیمه باید د ایران د اسلامی انقلاب  ضده  غونډو لپاره  کوم ځاي نه شي .

 سردار رحیم صفوي  همداراز ووئیل ،  خبرداری ورکوو چې  د اسلامی انقلاب ضده ډلګۍ هرچرته چې  د هیواد  دپولو په شاوخوا کې وي ،  او د   هغې سیمې حکومتونه دغو ډلګیو ته پناه ورکړي ، او دوي ته وسلې او امکانات ورکړي ، په دغو سیمو کې به د اسلامی انقلاب ضده ډلګو په ضد جدی چلند  وکړو .