ایران او روسیه خپلې ستراټژيکې اړیکې نوره هم پراخوي
د روسیې خار جه وزیر ووئیل ، په شانګهائي ملګرتیا موسیسې کې دایران منل کیدا ، د خبرواترو نوي زمینه ده ، البته د خبرواترو اصلي لومړیتوب جامعه نړیواله ایټمی موافقه ده .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړ، دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حین امیرعبداللهیان او د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف نن په ماسکو کې سره لیدلي او د دوواړخیزو او سیمه ایزو ډګرونو کې ئې د دواړو خواؤ د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار کړی دی .
لاؤروف په دغې کتنې کې ووئیل ، د کرونائي بحران له خوریدا سره سره ،د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو د سوئې پشمول په منظمو سیاسی سویو کې خبرې اتبرې کیږي .
د روسیې خارجه وزیر ووئیل، په شانګهائي ملګرتیا موسیسې کې دایران منل کیدا ،د خبرواترو نوي زمینه ده ،البته د خبرواترو اصلي لومړیتوب جامعه نړیواله ایټمی موافقه ده .
هغه ټينګار کړی،جامعه نړیواله ایټمي موافقه باید له هرډول اضافي موضوعګانو پرته اجرا شي .
د ایران خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې ووئيل د دواړو ولسمشرانو ارتباط او دغه سفر ددې تائيد دی چې دغه خبرې اترې او ددواړو هیوادونو اړیکې سټراټژیکې دي.
امیر عبداللهیان زیاته کړې ده ،په نوو خبرواترو کې باید د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د نوي ټوپ وهنې ته درسیدا لپاره هڅه وکړو .
د ایران خارجه وزیر روښانه کړې ده ،دوه اړخیزې او سیمه ایزې ملګرتیاوې لرو او نننۍ خبرې اترې به بیا هم دوام وکړي او دتجارتي ملګرتیاؤ پراختیا هم یوه موخه ده،او په دغو خبرواترو کې د قفقاز او افغانستان موضوعګانې هم شاملې دي .