سردارفدوی:دښمن د وړکوټی اقدام جرات هم نلري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106550-سردارفدوی_دښمن_د_وړکوټی_اقدام_جرات_هم_نلري
دښمن د سپیڅلی دفاع له پړاووروسته د اسلامی ایران پرضد د وړکوټی اقدام جرات هم ندې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2021 02:53 Asia/Kabul
  • سردارفدوی:دښمن د وړکوټی اقدام جرات هم نلري

دښمن د سپیڅلی دفاع له پړاووروسته د اسلامی ایران پرضد د وړکوټی اقدام جرات هم ندې

 

زمونږ خبریال راپور راکوی د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک د قوماندان مرستیال سردار علی فدوی ټینګار وکړ دښمن د سپیڅلی دفاع له پړاووروسته د اسلامی ایران پرضد د وړکوټی اقدام جرات هم ندې کړې .

له  له بلې خوا د ایران د درستو قواؤ د ستر قوماندان  ځانګړي سلاکار سید یحیی رحیم صفوي  له دفاع پریس  خبری آژانس سره ددې خبرې په کولو سره چې  له پولو ورآخوا  داسلامی انقلاب ضد ډلګۍ  زمونږ په شیشت کې دي ، ووئیل ، دعراق کردستان  سیمې ادارې ته  مو وئیلي دي ، چې  هر هغه وسلواله انقلاب ضده ډلګۍ  چې وغواړي ، دایران پولې ناکرارې کړي ، باید  د دوي  تر ولکې لاندې سیمو کې  وجود ونه لرل شي .

د ایران د درستو قواؤ د ستر قوماندان  ځانګړی سلاکار  دعراق په شمال کردستان سیمې کې ددیره اسلامی انقلاب ضده  مورچلو او پټنځایونو په ضد د سپاه پاسدارانو  دمځکني ځواک دعملیاتو په باب  زیاته کړې ده ، دکردستان سیمه باید د ایران د اسلامی انقلاب  ضده  غونډو لپاره  کوم ځاي نه شي .

 سردار رحیم صفوي  همداراز ووئیل ،  خبرداری ورکوو چې  د اسلامی انقلاب ضده ډلګۍ هرچرته چې  د هیواد  دپولو په شاوخوا کې وي ،  او د   هغې سیمې حکومتونه دغو ډلګیو ته پناه ورکړي ، او دوي ته وسلې او امکانات ورکړي ، په دغو سیمو کې به د اسلامی انقلاب ضده ډلګو په ضد جدی چلند  وکړو .