امير عبداللهيان د ايران او سوريې تعلقات سټراټيجک وبلل
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير دمشق ته له رسېدو سره سم وويل، د ايران او سوريې تعلقات سټراټيجک تعلقات دي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان نن دمشق ته په رسېدو سره زياته کړه کوشش کوو چې له سوريې سره په ټولو زمينو کښې خپل تعلقات او ملګرتياوې پراخې کړوو.
هغه تاکيد وکړ سوريه د پرمختګ او غوړېدنې په حال کښې ده او هم هغه ډول چې له ترهه ګرۍ سره د جنګ په خت کښې د دغه هېواد د حکومت او ولس ترځنګه ولاړ وو بيا به هم د هغوي ترڅنګه ټينګ اودريږوو.
د سوريې خارجه وزير فېصل مقداد هم وويل،د اېټمي دوسيې په اړه د ايران د کوششونو ملاتړ کوو او د امريکې هغه ټول اقدامات چې په دغه دوسيه او د سيمې په نورو مسائلو کښې د لاسوهنې کوشش کوي سخت غندوو
د ايران خارجه وزير د يو پلاوي په مشرۍ نن د دمشق نړيوال هوائي ډګر ته په رسېدو يې د سوريې خارجه وزير تود هرکلے وکړ.