ایران هرچاسره خبرې اترې په ګډ فکرسره پرمخ بوځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106694-ایران_هرچاسره_خبرې_اترې_په_ګډ_فکرسره_پرمخ_بوځي
امیر عبداللهیان  زیاته کړې ،  دهغو ټکو کِلي چې  ددیارلسم حکومت  دبهرني سیاست لپاره  ئې کاروو ، بهرنی سیاست،  د  فعالې ،ځيرې او هوښیارۍ ډيپلوماسۍ  له اصولو سره برابر دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2021 10:05 Asia/Kabul
  • ایران هرچاسره خبرې اترې په ګډ فکرسره پرمخ بوځي

امیر عبداللهیان  زیاته کړې ،  دهغو ټکو کِلي چې  ددیارلسم حکومت  دبهرني سیاست لپاره  ئې کاروو ، بهرنی سیاست،  د  فعالې ،ځيرې او هوښیارۍ ډيپلوماسۍ  له اصولو سره برابر دی .

 د ایران د اسلامی  جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهایان  نن له ایسنا خبری آژآنس سره  په خبرو ې په دې په ټينګار سره چې  ختیځ ته په کتو سره  د لویدیځ د څنګة کولو په معنا نه ده ،  او حتما نه غواړو،  له چین او روسیې سره  هیواد ته غوټه ورکړو ،ووئیل ،  د ویانا   خبرې اترې او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  احیاء به په  ګډ فکر باندې په تکیې سره پر مخ بوځو .

امیر عبداللهیان  زیاته کړې ،  دهغو ټکو کِلي چې  ددیارلسم حکومت  دبهرني سیاست لپاره  ئې کاروو ، بهرنی سیاست،  د  فعالې ،ځيرې او هوښیارۍ ډيپلوماسۍ  له اصولو سره برابر دی .

   د ایران خارجه وزیر  په دې خبرې کولو سره چې   ګاونډیانو او آسیا ته نظر  او ددغې سیمې له هیوادونو سره تعامل ، په بهرنی سیاست کې د ایران لپاره اول لومړیتوب لري ، روښانه کړه .  آسیا ته  نظر ، په دې  معنا نه دی چې  د لویدیځ پشمول نورو سیمو ته کومه توجه  نه کوو .

 امیر عبداللهیان  وئيلي دي ، لویدیځوالو ته په مو زغرده   وئیلي دي ، چې له چین ، روسیې اوهند  سره  په یوې حوزې کې یوو او  د آسیا په جغرفیا کې راځو او   تاسو ، د امریکا له خوا د تعقیب شوي سیاستونو په خاطر او  د ایران په  وړاندې د ژمنتیاؤ  په نه اجراکیدا پسې ، ورځ تر بلې لازیات تاوانونه وینئ ، او په مختلفو تجارتي او اقتصادي  حوزو کې  له ایران سره  د تعامل او پانګونې  له پروګرامونو سوکه سوکه لیرې کیږئ  . 

د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ، ایران  لاس تړلی نه پاتیکیږي  او  دخپلو ګټو په لړ کې فیصله کوي او پرمخ ځي .