د افغانستان دښمنان مذهبی او قومي فتنې رامینځةکول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106696-د_افغانستان_دښمنان_مذهبی_او_قومي_فتنې_رامینځةکول_غواړي
د اسلامی هیوادونو مشران دې   دمسلمانو ملتونو پر اتحاد په تکیې سره په هوښیارۍسره  د تکفیری ترهه ګرو ډلو دفعالیتونو د دوام خنډ شي او په درستې سیمې کې دې  امنیت او اتحاد  تامین کړي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 10, 2021 10:25 Asia/Kabul
  • د افغانستان دښمنان مذهبی او قومي فتنې رامینځةکول غواړي

د اسلامی هیوادونو مشران دې   دمسلمانو ملتونو پر اتحاد په تکیې سره په هوښیارۍسره  د تکفیری ترهه ګرو ډلو دفعالیتونو د دوام خنډ شي او په درستې سیمې کې دې  امنیت او اتحاد  تامین کړي

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،د ایران داسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  نن داسلامی شورا په څرګندې غونډې کې پخپلې ویناکې  د افغانستان  دپه کندوز ښار کې په یوه جومات کې  خونړۍ پيښې ته په  اشارې سره  ووئیل ، له بده مرغه  دکندوز ښار په سید آباد جومات کې د افغانستان د سلګونو بې ګناه  او بې څوکه  عامو خلکو شهادت،د نړۍ ددرستو پتمنو خلکو زړونه دردولي دي . ددغه ستر تاوان او د ردونکي پيښې په نسبت  خپلو افغان وروڼو او خویندو  ته تسلیّت وایوو او له خداوندمتعال د شهیدانو کورنیو ته دصبر او زغم او  اجر ومرکولو  دعا کوو .

باقر قالیباف  دتکفیری ترهه ګرو د بې رحمه او وحشي جنایت  په محکومولو سره ووئيل ، د افغانستان هیواد مسئولان  ددغه هیواد  د ولس د هریوه کسو دامنیت دتامینولو دنده لري اوب ا ید  ددغې غمیزې د  عاملانو او پلانونکو پر سزاکولو سربیره ، ددغه ډول پيښو د  بیا تکراریدا دمخینوي لپاره  دې لازم تدبیرونه غوره کړي . 

 هغه زیاته کړې ،  د افغانستان د ملت د دښمنانو  نوي امنیتی پروژه ،  د قومي او مذهبی فتنو رامینځمکول  دي چې  د امریکایانو په ملاتړونو او دترهه ګرو په لاسونو سره ترسره کیږي .

  محمد باقرقالیباف همداراز زیاته کړې،د اسلامی هیوادونو مشران دې   دمسلمانو ملتونو پر اتحاد په تکیې سره په هوښیارۍسره  د تکفیری ترهه ګرو ډلو دفعالیتونو د دوام خنډ شي او په درستې سیمې کې دې  امنیت او اتحاد  تامین کړي