له سیمې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو وتل قطعي دي
تهران په افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ کوي ، چې پکې ددغه هیواد درستې ډلې ټپلې شتون ولري . .
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له المینار ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د ارواښاد قوماندان سردار شهید قاسم سلیماني میړنتوبونو ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، شهید سلیماني له ترهه ګرۍ سره په مخامخیدنې کې یو ملی او نړیوال اتل ؤ .
عبداللهیان په لویدیځي اسیا سیمې کې د مقاومت ډلو سره د جنزال قاسم سلیماني مرستو اوملاتړونو ته په اشارې سره ووئيل ، شهید سلیماني د لبنان له حزب ا... ، عراقي ، سوریاوالو ، او لبناني ځواکونو سره په ملګرتیا سره بریالی شو له ترهه ګرۍ سره مبارزه وکړي .
د ایران خارجه وزیر په دغې مرکې کې همداراز د ایران دپه شمال لویدیځ سیمې کې وروستۍ مانورې ترسره کیدا ته اشاره وکړه او وې وئيل و ددغې مانورې پيغام ، د ګاونډیانو لپاهر د دوستۍ اوسولې او په سیمې کې د تکفیریانو او صهیونیسټانو د شتون دمخنیوي پیغام دی .
امیر عبداللهیان په دې په ټينګار سره چې د ایران سیاست د ګاونډيتوب ساتل دي روښانه کړې ده ، ایران آذربایجان جمهوریت ته وئيلي دي ، چې په دغه هیواد کې د صهیونیسټي رژيم او ترهه ګرو شتون په قفقاز سیمې کې د سولې په ګټه نه دی . د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې صهیونیسټ رژيم د مقاومت پیغام ترلاسه کړی دی،وئيلي دي،صهیونیسټي رژية د نیواکي ټاټوبي په نامې سره په یوه ستر زندان کې بندي دی او په سیمې کې پراختیا نه شي درلودلی . هغه دغه راز په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا د شتون په باب هم ټینګار وکړ ، له سیمې د امریکایانو وتل قطعي دي د ایران خارجه وزیر همدرااز ددې خبرې په بیانولو سره چې اسلامی ایران درستو افغان لورو سره په ارتباط کې دی روښانه کړې ، تهران په افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ کوي ، چې پکې ددغه هیواد درستې ډلې ټپلې شتون ولري . .