د ایران وسله وال ځواکونه د دښمانانو په مقابل کښې ولاړ دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106820-د_ایران_وسله_وال_ځواکونه_د_دښمانانو_په_مقابل_کښې_ولاړ_دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي وویل د هیواد وسله وال ځواکونه یوبل ته د لاسونو په ورکولو سره د ایران له ملت سره اوږه په اوږه د دښمانانو په مقابل کښې پیاوړي او متحد دریږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2021 07:15 Asia/Kabul
  • د ایران وسله وال  ځواکونه د دښمانانو په مقابل کښې ولاړ دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي وویل د هیواد وسله وال ځواکونه یوبل ته د لاسونو په ورکولو سره د ایران له ملت سره اوږه په اوږه د دښمانانو په مقابل کښې پیاوړي او متحد دریږي .

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي پرون د مدافعان اسمان ولایت څوارلس سوه (۱۴۰۰) په نوم د ګډې پوځي مانورې په څنګ کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د سپیڅلي دفاع له پړاو راهسې د پوځ او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ګډ کار پیل شوی دی وویل زمونږ وسله وال ځواکونه یوبل ته د لاسونو په ورکولو او د ایران له ملت سره اوږه په اوږه د دښمانانو په مقابل کښې پیاوړي او متحد دریږي او د هر ګواښ په مقابل کښې  به چې وغواړي دغه ټاټوبي او زمونږ ایډیالونو ته متوجه ووسي مقاومت وکړي .

هغه ټینګار وکړ د ایران هوايي ځواکونه  په بشپړه توګه چمتو دي چې د هر ډول ګواښ په وړاندې د هیواد دفاع وکړي .