ایران او پاکستان د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106834-ایران_او_پاکستان_د_اړیکو_د_پراختیا_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران او د پاکستان د پارلماني دوستۍ ډلې پلاوی په بیلابیلو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراخولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2021 10:22 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران او د پاکستان د پارلماني دوستۍ ډلې پلاوی په بیلابیلو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراخولو غوښتنه وکړه .

د پاکستان په مشرانو جرګې سینا کښې د خارجي اړیکو د کمیټیۍ مشر او د ایران او د پاکستان د دوستۍ ډلې د غړیو په کتنه کښې دواړو لورو د تهران او د اسلام ا باد د دوه اړخیزه اړیکو  په هکله د نظر تبادله وکړه او د خپل مینځه اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د پارلمانونو د تعامل پرضرورت ټینګار وکړ .

دغه راز د پاکستان په مشرانو جرګې سینا کښې د خارجي اړیکو د کمیټۍ مشرې میرمن شیري رحمان هم په اقتصادي او سوداګري برخو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا په اهمیت باندې ټینګار سره وویل مونږ له مخکې څخه زیات د تهران او د اسلام اباد ترمینځ د اړیکو د پراخولو غوښتونکي یوو .