د افغانستان له خلقو سره د ايران د انساندوستانه مرستو دوام
Oct 14, 2021 14:02 Asia/Kabul
د افغانستان له خلقو سره د ايران د انساندوستانه مرستو په دوام کښې له جنوبي خراسان څخه د مائع ګېسو وړومبنے بار دغه هېواد ته ولېږل شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران د جنوبي خراسان صوبې د ښاروالو د ملګرتيا د ا دارې عامل مدير وويل، ۳۲۲ سېلنډره ګېس د يزدان د پوله ايز بازار له لارې افغانستان ولېږل شو.
مسعود قلي زاده زياته کړه دا اقدام د مائع ګېسو د کمښت او د بيو تر دوه برابره زياتېدو په خاطر د افغان ولس د مشکلاتو تر ختمېدو پورې دوام ولري.
هغه واضحه کړه چې ټاکل شوې هره مياشت تقريباً يو نيم زر سلېنډره ګېس افغانستان ولېږل شوه.
ټیګونه