د آذربایجان جمهوریت دې دنورو په لاسونوکې لوبتکه نه جوړیږي
په هغه هیواد تور لګول چې نړیوالې ټولنه ئې د نشه ایزو موادو د مبارزې داتل په توګه پیژني ، د مجری د کلام له بې اعتباره کیدا پرته بل هیڅ ډول اغیزې نه لري . او دغه شان کسان دې د شیطانانو د ډيرو لګښتي لومو په باب ځير ووسي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، دایران د ملی امنیت دلوړې شورا منشي علی شمخاني په یوه ټولنیز پیغام کې د آذربایجان جمهوریت د ولسمشر د ایراني ضد او غیر واقعي څرګندونو په نسبت په خبرداری ورکولو سره لیکلي دي ، دشیطانانو په ډيرې لګښتي لومو کې دې له ښکیلیدا پام وکړي.
علی شمخاني دغه راز پخپل پیغام کې لیکلی دي ، د ګاونډیتوب اصولو او لوازماتو ته بې پامي او ناکاره او دروغجنو خبرو کول د ښه نیّت او تدبیر نښه نه ده .
هغه زیاته کړې وپر په هغه هیواد تور لګول چې نړیوالې ټولنه ئې د نشه ایزو موادو د مبارزې داتل په توګه پیژني ، د مجری د کلام له بې اعتباره کیدا پرته بل هیڅ ډول اغیزې نه لري . او دغه شان کسان دې د شیطانانو د ډيرو لګښتي لومو په باب ځير ووسي .
دآذربایجان جمهوریت ولسمشر د ګډو ګټو خپلواکه هیوادونو دمشرانو په ویډیوئي ناستې کې په غیر واقعي څرګندونو کې مدعی شوی ، ارمنستان له ایران سره په یوه خوله کیدا کې په تیرو دیرشو کلونو کې اروپا ته دنشه ایزوموادو په قاچاق کې ګډون کړی دی .