ایران اوپاکستان د اوبتل اوکشتیو دتعمیرپه باب سره موافقه وکړه
(last modified Sat, 16 Oct 2021 02:01:37 GMT )
Oct 16, 2021 06:31 Asia/Kabul
  • ایران اوپاکستان د اوبتل اوکشتیو دتعمیرپه باب سره موافقه وکړه

پلانونه وشوه چې  دواړه ګاونډي هیوادونه  له یوه بل سره د اوبتلونو او کشتۍ په جوړونې او تعمیرونې کې او دغه راز نورو  اړونده  موضوعګانو کې له یوه بل سره  نزدې تعاملات ولري .

زمونږ خبریال راپور راکړ ،  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوی درستیز  سردار محمد باقري پرون ناوخته  د پاکستان په کراچۍ کې  د پا کستان د اوبتلونو ، جنګی بیړیو  او د ساحلی ګارډ دکشتیو  دجوړونې د کارخانو  په لیدو سره ، ددغه  هیواد د  پرمختګونو ،او جوړونې  څرنګوالی ولید.

 همداراز پلانونه وشوه چې  دواړه ګاونډي هیوادونه  له یوه بل سره د اوبتلونو او کشتۍ په جوړونې او تعمیرونې کې او دغه راز نورو  اړونده  موضوعګانو کې له یوه بل سره  نزدې تعاملات ولري .

 په کراچۍ کې د دیره امنیتی او سمندري ځواک  له چارواکو سره د ایران د  پوځ دلوي درستیز په لیدوکاتو او مشورو کې ،دواړو لورو ټینګار کړی ،چې د سیمې امنیت یوازې د ګاونډیانو په لاس تامینیږي .

دغه راز دواړو لورو په مختلفو ډګرونو کې دمتقابلې روزنې،دسمندری تجروبو دمنتقلونې او همداراز له سمندري ترهه ګرۍ سره د مبارزې په  شمول په سمندر کې د نشه ایزوموادو له قاچاق  سره دمبارزې  په وړانې  دموجوده خنډونو  دلیرې کولو  په  باب  له یوه بل سره  نظرونه شریک کړل .

د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز د تیرې  سه شبنې په ورځې  اسلام ابا دته تللی او ددغه هیواد له پوځي اوس یاسی لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته کړي دي .