امیر عبداللهیان سره د ونزوئلا د بهرنیو چارو د وزیر لیدنه
د ونزوئلا د بهرنیو چارو وزیر فلیکس پلاسنسیا به نن په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره خبري اتري وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان دوې ورځې مخکې هم له خپل ونزوئلایي سیال سره په ټلفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه سلامشورې کړي وي.
د ونزوئلا د بهرنیو چارو وزیر تهران ته راغلی دی تر څو د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي ملګرتیاو او ګډو پروژو د پلي کولو د لارو چارو په هکله له تهران سره خبري وکړي.
هغه ټینګار وکړ چي د ونزوئلا او د ایران اړیکې ښودنه کوي چي جغرافیایي واټن د خپلواکو هیوادونو تر مینځ د همکاریو په مقابل کې خنډ نه شي جوړېدای.
عبداللهیان د دې په بیانولو چي ایران له ونزوئلا سره د اړیکو په پراختیا کې هیڅ محدودیت نه مني وویل: دواړه هیوادونه د امریکې د ظالمانه بندیزونو د ماتولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.