امریکا او اروپايي هیوادونه په خپلو ژمنو عمل نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107158-امریکا_او_اروپايي_هیوادونه_په_خپلو_ژمنو_عمل_نه_کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په تهران کښې د اسټریا له سفیر سره په کتنې کښې ټینګار وکړ ایران په اټومي خبرو کښې د ادعا کونکو هیوادونو د ژمنې له خلاف ورزۍ او له عمل نه کولو سره مخامخ شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2021 01:26 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپايي هیوادونه په خپلو ژمنو عمل نه کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په تهران کښې د اسټریا له سفیر سره په کتنې کښې ټینګار وکړ ایران په اټومي خبرو کښې د ادعا کونکو هیوادونو د ژمنې له خلاف ورزۍ او له عمل نه کولو سره مخامخ شوی دی .

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي پرون په تهران کښې د اسټریا له سفیر ولفګانګ ډیټریش هایم سره په کتنې کښې په اټومي خبرو کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو په خپلو ژمنو باندې عمل نه کولو ته په اشارې سره وویل یوازی ایران د اوږدې مودې لپاره په یواړخیزه ډول  خپلو ژمنو ته پاې بند و  او تهران په اټومي خبرو کښې د ادعا کونکو هیوادونو له عمل نه کولو او د ژمنو له خلاف ورزیو سره مخ دی .

محمد اسلامي دغه راز په اټومي خبرو کښې د امریکا او د اروپايي لورو بې عملۍ ته په اشارې سره وویل نن سبا حقیقي تورن هیواد د ادعا کونکي په ځای ناست دی .

په تهران کښې د اسټریا سفیر ولفګانګ ډیټریش هایم هم په دغه کتنې کښې په اټومي خبرو کښې د خپل هیواد د کوربه توب مخینې ته په اشارې سره وویل اسټریا د اټومي خبرو اترو د مثبت بهیر د پرمختګ لپاره د چارو د منظمولو او د هر ډول هڅې ترسره کولو لپاره چمتو دی او ضروري ملګرتیا به ولري .