په افغانستان کښې به په کاغذي تذکرو هم پاسپورټونه ورکړل کيږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107772-په_افغانستان_کښې_به_په_کاغذي_تذکرو_هم_پاسپورټونه_ورکړل_کيږي
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د وزیرانو د شورا په غونډه کې د دغه حکومت رییس الوزرا په پاسپورت ریاست غږ کړ دی چې د پاسپورټونو د وېش بهیر کې د اسانتیا په هدف سره دې په کاغذي تذکرو هم خلکو ته پاسپورټونه ورکړل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 04:08 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې به په کاغذي تذکرو هم پاسپورټونه ورکړل کيږي

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د وزیرانو د شورا په غونډه کې د دغه حکومت رییس الوزرا په پاسپورت ریاست غږ کړ دی چې د پاسپورټونو د وېش بهیر کې د اسانتیا په هدف سره دې په کاغذي تذکرو هم خلکو ته پاسپورټونه ورکړل شي.

د افغان سرچينو له مخې ملا محمد حسن اخوند پرون د وزیرانو شورا ناستې ته ویلي چې د پاسپورت لپاره د خلکو د پراخو غوښتنو له امله دې د هغو کاغذي تذکرو پر بنياد چې اساس یې ډاډمن وي، پاسپورټونه ورکړل شي. په همدې حال کې د وزیرانو شورا ناسته کې دغه راز بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست ته سپارښتنه شوې ده.